د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د غزني او پکتیکا اشروال: د سردې خړې غونډۍ زرغونوو


د غزني او پکتیکا اشروال
د غزني او پکتیکا اشروال

د غزني او پکتیکا اوسېدونکو د دغه ولایتونو په ګډه سیمه سردې بند کې د نیالګیو اشر پیل کړی او وايي، دغه اشر یې د ازادي راډیو له هغه راپور وروسته پیل کړ چې د غزني او پکتیکا ولایتونو ولسونه غواړي د سردې بند دې ملي پارک شي.

دوی دې برخه کې د دواړو ولایتونو له محلي ادارو ادارو څخه د مرستې غوښته کوي.

د دوی په وینا، دلته اوبه پرېمانه، خاوره یې زرخېزه، هوا یې ښکلې او ځوانان یې خواریکښ دي، خو بیا هم دغه سیمه سپېره پاتې ده.

د غزني ولایت ټولنیز فعال یعقوب سالم وايي، که دغه کار وشي، سیمه به زرغونه شي، ورښتونه به ورسره زیات شي، چاپیریال به پاک شي، خلک به له ډول ډول ناروغیو خلاص شي او د دواړو ولایتونو اوسېدونکو ته به د تفریح یو ښکلی ځای په لاس ورشي.

سالم زیاته کړه: "کله چې ازادي راډیو یو راپور نشر کړ چې د غزني او پکتیکا ولایتونو ولسونه غواړي د سردې بند دې ملي پارک شي، اوس د پکتیکا او غزني ځوانان په ګډه اشر کوي او غواړي چې د سردې بند خړې غونډۍ زرغونې کړي."

د سردې د بند یوه څنډه
د سردې د بند یوه څنډه

د دواړو ولایتونو له اړوندو ریاستونو څخه د سالم غوښتنه دا ده چې د دغه نیالګیو په پالنه او ساتنه کې ورسره مرسته وکړي، څو وچ نه شي.

د پکتیکا ولایت ټولنیز فعال اجمل لاروی وايي، هوډ یې کړی چې د سردې بند د سیمې خړې غونډۍ به زرغونې کړي: "بند سرده د زیات شمېر خلکو لپاره د راتلو د چکر ځای دی، له دولته مو غوښتنه ده چې دا سیمه په ملي پارک بدله کړي، اوس د غزني او پکتیکا ځیني ملګري په خپلو شخصي لګښتونو او یا د خلکو په مرسته ونې کري او د دغه ونو پالنه کوي، څو د سردې بند خړې غونډۍ لا زرغونې شي او د وطن د ناوې پر زنه یو بل خال کښېږدي."

هاخوا د غزني ولایت د کرنې رئیس عبدالولي کوچی وايي، یوازې د نیالګیو د ورکړې برخه کې مرستې کولای شي.

کوچي زیاته کړه: "موږ دوی ته وړیا نیالګي ورکوو، هغه څه چې زموږ په واک کې دي، دوی به یې وړي او په سیمو کې به یې کښېنوي."

د پکتیکا ولایت د کرنې رئیس فضل الربي زمانزی بیا وايي، که د دغه ولایت ټولې دولتي ادارې مرسته وکړي، د نیالګیو د پالنې لپاره دوه کسه ورته ګومارل کېدای شي.

له سردې بند څخه وتونکې اوبه
له سردې بند څخه وتونکې اوبه

نوموړی وايي، د پکتیکا د اشر له ځوانانو سره يې ناسته کړې او ۲ زره نیالګي يې هم ورکړي: "دوی ته به ټراکټور او د نیال کېنولو برمې هم چمتو کړو، پکتیکا کې ۳۴ ادارې دي چې د هغوی نه یوه د زراعت اداره کولای شي چې د یوه تن د یوې میاشتې معاش له خپل جېبه ورکړي، نو دې ته ورته اقدام او همکاري که ټولې ادارې وکړي، نو دوه تنه به وګومارل شي."

زمانزی زیاتوي، که ترڅنګ یې ملي سوداګر او شتمن خلک د لمریزې برېښنا سیسټم د فعالولو او یا ځینو کسانو په ګومارلو کې مرسته وکړي، ښه به وي.

سرده د غزني او پکتیکا ولایتونو په منځ کې پرته سیمه ده او یو بند هم ددې سیمې په نوم ده چې سردې بند یې بولي. دغه بند د هېواد له سترو بندونو څخه شمېرل کېږي چې له امله یې په زرګونه جریبه ځمکه خړوبېږي.

XS
SM
MD
LG