د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د کمال خان بند د پرانیستې مراسم،انځوریزه بڼه

په نیمروز کې د کمال خان بند نن چهارشنبه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شول.

په دې اړه مراسمو کې له ښاغلي غني سره د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال یې سرور دانش هم ګډون درلود.

دا بند د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی چې له مرکز زرنج څخه شااوخوا شل کیلو متره واټن لري.

د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او تر څنګ یې نهه مېګا واټه برېښنا تولیدولای شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG