د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

کابل ته د امریکا دفاع وزیر سفر؛ استین او غني د تاوتریخوالي پر دوام او سولې بحث کړی


د امریکا دفاع وزیر لوید استین
د امریکا دفاع وزیر لوید استین

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جنرال لوید استین په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته تللی دی.

ښاغلي استین کابل ته د سفر پر مهال له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت او تل‌پاتې سولې خبرې کړي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې وکړې او د تاوتریخوالي په دوام‌یې اندېښنه وښوده. همدا ډول‌یې په افغانستان کې د تاتریخوالي د پای په اړه په رامنځته شوې اجماع بحث وکړ او همدا ډول‌یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو هرکلی وکړ."

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د پنټاګون مشر تېره اوونۍ د سیمې هېوادونو په سفر راووت. د هغه د سفر هدف، په سیمه کې د خپلو عسکرو سره کتل او همدا ډول د وضعیت ارزونه بلل شوې ده.

جنرال لوید استین کابل ته له سفر وړاندې نوي ډېلي ته تللی و او هلته‌یې له خپل هندي سیال سره کتلي و.

هغه داسې مهال کابل ته راځي چې له طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې پر بنسټ، له افغانستان د امریکايي عسکرو وتو ته څه د پاسه یوه میاشت پاتې ده.

خو د دې نېټې په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. په وروستیو کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم وویل، کېدای شي په افغانستان کې امریکايي عسکر له دې نېټې وروسته هم پاتې شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

هغه ټکی چې ښکاره ورسره طالبانو مخالفت ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د مې میاشتې وروسته، پر امریکايي او بهرنیو عسکرو خپل بریدونه پیل کړي، خو له امریکا سره شوې هوکړه به پر خپل ځای وي.

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال کابل ته راځي چې کانګرس ته په خپله وینا کې یې ویلي و، غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، خو هغه مهال چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان نور د امریکا لپاره ګواښ نه‌دی.

هغه د دې ګواښ د معلومولو لپاره د خپلې ارزونې له پیل خبر ورکړی و او احتمالاً سیمې او افغانستان ته‌یې د سفر یو هدف هم د دې ارزونې یوه برخه بلل کېږي.

خو دا لا روښانه نه‌ده چې د پنټاګون مشر به د دې سفر وروسته، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو او یا هم ایستلو په اړه څه پرېکړه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG