د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

طالبان: امریکايي چارواکو سره د سولې بهیر پر چټکوالي وغږېدو


خلیلزاد له طالب استازو سره په قطر کې
خلیلزاد له طالب استازو سره په قطر کې

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، طالب مرکچیانو له امریکايي چارواکو سره د سولې د بهیر پر چټکوالي خبرې وکړې.

د دې دفتر ویاند محمدنعیم رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم

ښاغلي نعیم زیاته کړه: "په دې ناسته کې دواړو لورو د دوحې موافقې ته خپله ژمنتیا وښوده او د پوره عملي کېدو په اړه یې خبرې وکړې. همدا راز د افغانستان پر روان وضعیت او د بین الافغاني خبرو د روان بهیر د چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه بحث وشو."

په داسې حال کې چې په واشنګټن کې د امریکا او طالبانو موافقې ته بیا کتنه روانه ده.

ښاغلی خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد، خو مخکې له هغه یې سیمې ته د سفر په پیل کې په کابل کې له افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG