د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

کابل کې د امن او ثبات کنفرانس جوړېږي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

سبا یکشنبه(د کب ۱۷مه) په کابل کې د امن او ثبات کنفرانس پیلېږي. د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د یکشنبې په ورځ د امن او ثبات کنفرانس د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، د ولسي جرګې یو شمېر استازو سیاسونو او اغېزمنو څېرو په ګډون پیلېږي چې د دوشنبې په ورځ به هم دوام پیدا کړې.

د دې وزارت د دفتر رئیس مجیب لحاظ ازادي راډیو ته وویل، په دې دوه ورځني کنفرانس کې له کوزې پښتونخوا او بلوچستان څخه هم سیاسي فرهنګي او ولسي څېرو محمد بېلور، سردار حسین بابک، جمیله ګیلاني، اکبر هوسي،لابیه یوسفزۍ، افضل خاموش، شکيل وحیدالله، فاطمه فېروز، وږمه فیروز او اکبرهوتي ترڅنګ یو شمېرو نورو هم ګډون کړی دی.

نوموړی وايي: "په دې مجلس کې په افغانستان او سیمه کې د امن او ثبات په اړه خبرې کېږي، ګڼ ګډونوال لري، د حکومت مشرتابه به په کې ونډه ولري او د کنفرانس له ګډونوالو سره به بېلابېلې لیدنې او خبرې ولري."

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سبا یکشنبه (د کب ۱۷مه) په کابل کې د امن ثبات کنفرانس پیلوي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سبا یکشنبه (د کب ۱۷مه) په کابل کې د امن ثبات کنفرانس پیلوي.

د ښاغلي لحاظ په خبره، دې دوه ورځني کنفرانس کې به د افغان سولې فرصتونو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو او حل لارو په اړه بحثونه وشي.

ویل کېږي، دې کنفرانس کې د ګډون په هدف به تر سبا ګڼ شمېر نور مېلمانه هم کابل ته را ورسېږي.

په ورته وخت کې له پښتونخوا څخه راغلي وږمه فېروز او اکبرهوتي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، داسې کنفرانسونه کولی شي، د سولې راوستو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو د حل لپاره ګټور تمام شي:

"زه هیله لرم دا کنفرانس افغانستان کې او د پښتنو ترمنځ امن راولي، دې ته ډېره خوشاله یم چې دا ځل دې کنفرانس کې ښځو او ځوانانو ته ډېره ونډه ورکړل شوې، ځوانانو ته که ونډه ور نه کړو سوله نه راځي ځکه چې هغوی له نویو لاره ګټه اخلي.

-پاکستان کې چې کوم پښتانه دي د افغانستان تاریخي برخه ده، دا خلک یو دي، د دوی فرهنګ، وینه، کالي او پیزار یې یو دي، بلکې که تاسې وګورئ د تورخم او جلال اباد خلک له یو بل سره خپلوي لري، یو بل سره د کاکا زامن، عزیزان دي، نو دوی له یو بله نه شي بېلېدی، خامخا د دوی د اقتصادي او سیاسي مسئلو حل لپاره به داسې ناستې او کنفرانسونه کېږي."

له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا یو شمېر سیاسونو او پیژندلي څېرو د افغان سولې په اړه خپل نظریات افغان چارواکو سره شریک او بحثونه یې پرې کړې دي.

دغه شان په ډیورند کرښه د اغزن سيم د غځېدو په اړه هم دوی غبرګون ښودلی او ويلي، دا تار د ډیورند دواړه غاړې پراته قبايل سره نه شي بېلولای.

تراوسه دا جوته نه ده چې په کابل کې د امن او ثبات کنفرانس به د افغانستان د سولې له بهير سره څومره مرسته وکړي؟ خو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ورته خوشبینه دی.

XS
SM
MD
LG