د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

اسلام اباد ته د داوودزي د سفر موخه اوربند او قطر کې د سولې د خبرو ژر پیلېدل دي


د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی
د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی

د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وايي، د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه نېټه پاکستان ته سفر کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي.

ښاغلی داوودزی وايي، پاکستان باید دې برخه کې له خپل نفوذه ګټه واخلي:" د سولې په اړه موضوعات ډېر دي، خو اوربند او د طالبانو راتلل د مذاکرې میز ته، دا د سفر عمده موضوعات دي، د دې ترڅنګ په یو شمېر نورو مسایلو به هم خبري وشي چې ټول د سولې له پروسې سره اړخ لګوي."

ښاغلی داوودزی زیاتوي، دا سفر د پاکستان د صدارعظم عمران خان د هغه سفر په تعقیب کې دی چې موده مخکې يې افغانستان ته درلود.

د داوودزي دا سفر د پاکستان د صدارعظم عمران خان د هغه سفر په تعقیب دی چې کابل ته یې درلود.
د داوودزي دا سفر د پاکستان د صدارعظم عمران خان د هغه سفر په تعقیب دی چې کابل ته یې درلود.

ښاغلی داوودزی دا هم وايي، پاکستان له امریکا سره مرسته وکړه چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، نو ځکه افغان حکومت هم ترې دا هيله لري چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د خبر میز ته کیني.

نوموړی وايي، پاکستان باید د افغانانو د اوربند له غوښتنې ملاتړ وکړي او طالبان تشویق کړي چې ورته غاړه کېږدي.

د ښاغلي داودزي په خبره، پاکستان ژمنه کړې وه چې د تاوتریخوالې د کمېدو برخه کې به پوره همکاري کوي، نو دغه سفر کې به په دې اړه هم د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وشي.

ښاغلی داوودزی وايي پاکستان باید طالبان تشویق کړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.
ښاغلی داوودزی وايي پاکستان باید طالبان تشویق کړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.

د پاکستان لپاره د افغان حکومت د ځانکړي استازي محمد عمر داوودزي په مشرۍ د افغان پلاوي دا درې ورځنی سفر د پاکستان حکومت په رسمي بلنه ترسره کېږي.

د ښاغلي داوودزي په مشرۍ افغان پلاوي کې د نورو شاملو کسانو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

اسلام اباد ته د افغان حکومتي پلاوي سفر داسې مهال دی چې لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی.

په کابل ښار کې نن شنبه (د کب ۲مه) درې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې یې څلور کسه ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د کابل پولیس وايي، دغه چاودنې د مقناطيسي ماینونو له امله وې.

ارشیف، کابل ښار کې نن شنبه (د کب ۲مه) درې چاودنې وشوې
ارشیف، کابل ښار کې نن شنبه (د کب ۲مه) درې چاودنې وشوې

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز یې په اړه وايي:" له بده مرغه وحشي ترهګرو نن بیا کابل ښار کې چاودنې وکړې چې په ترڅ کې یې څو کسه ووژل او څه نور یې ټپیان کړل. زموږ د څېړنې ټیم د دې چاودنو د لا روښانتیا لپاره کار کوي، خو موږ تېرو ۷۲ ساعتونو کې په کابل ښار کې د ۶ کړیو ماینونو د چاودېدو مخه نیولې، موږ ترورېزم سره مبارزې ته ژمن یو. "

د دغه چاودونو پړه کومې وسله والې ډلې لا تراوسه نه ده منلی.

افغان حکومت مخکې په څو ځلي د داشان چاودنو پړه پر طالبانو اچولې، خو طالبانو بيا تل دا ادعاوې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG