د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

"د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې د پېښې په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي"


د اسلام قلعه ګمرک
د اسلام قلعه ګمرک

د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدو نږدې اوونۍ په پوره کېدو ده، خو لا یې هم د څېړنې لپاره تللي پلاوي، خپل کار پای ده نه دی رسولی.

ولسمشرغني د یوه حکم پر بنسټ، د عواېدو او ګمرکونو د مرستیال په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی د یک‌شنبې په ورځ سیمې ته واستاوه، څو دا پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.

خو تازه د دې پلاوي یو غړي او د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو مشر زلمي منګل ازادي راډیو ته پېښې سره د تړاو په تور د لس تنو د نیول کېدو خبره کړې ده.

ښاغلی منګل زیاتوي، دې کسانو کې د ګمرک، نورم او سټنډرډ ادارې او د اسلام قلعه ګمرک د پولیسو قطعې د یو شمېر کار کوونکو په ګډون لس تنه شامل دي.

زلمي منګل وویل: "په ګمرک کې چې کومو څېړنو ته اړتیا وه په هر اړخیز ډول مو وکړې. لس کسان مو د ناوړه ګټې او د اورلګېدو د عاملانو په تور نیولي دي. "

بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوی چې له کابله هرات ته تللی وایي، د دوی څېړنې ښیې چې په ګمرک کې د زېربناوو نه‌شتون او فساد د اورلګېدنې مهم علتونه دي.

د دې خونې د عامل پلاوي مشر سید زمان هاشمي وايي، په اور لګېدنه کې نږدې زر موټر سوځېدلي او موټر چلوونکو او سوداګرو ته سلګونه میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: "دې پیښه کې پټ اړخونه شته چې په بندرونو کې به د فساد، بې نظمیو، او باج اخېستو څخه پرده پورته کړي. دولت باید د اقتصاد او سوداګرۍ جوړولو لپاره په بېړه کار وکړي، زیان تثبیت او تاوان یې ورکړی. "

په پېښه کې زیانمن خلک بیا له ولسمشره ځانګړې غوښتنې لري
په پېښه کې زیانمن خلک بیا له ولسمشره ځانګړې غوښتنې لري

د پېښې زیانمن بیا ځانګړې غوښتنې لري. یو له دوی سید ګل دی.

دی وایي، کور یې خرڅ کړ او یو موټر یې واخېست چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ لګښت پوره کړي، خو دې پېښه کې یې موټر وسوځېد.

سید ګل له ولسمشر غني غواړي چې فریاد یې واوري: "د اوسېدو کور مې خرڅ کړ او یو موټر مې واخېست، څو کار وکړم. له هغه موټر هم دوه زره ډالره تراوسه پوروړی یم، خو په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له امله مې موټر وسوځېد. "

یو شمېر نور سوداګرو ته چې زیان اوښتی، حکومت په ناغېړي تورنوي او غواړي چې دا پېښه په بې‌پرې او جدي ډول وڅېړل شي.

د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د تېرې شنبې په ورځ یوه بجه او پنځه څلوېښت دقیقې اور ولګېد چې د مسوولانو په خبره، نږدې زر موتر چې په سوداګریزو او نفتي توکو بار و، په کې وسوځېدل.

په دې پلاوي د حکومتي مسوولانو سربېره، د خصوصي سکټور استازو ته هم ونډه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG