د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

نى: په بلخ د امنيتي مسايلو په اړه د اطلاعاتو ورکول کم شوي


آرشیف
آرشیف

په بلخ کې د نی دفتر یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بسټ وايي، چې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي موضوع او د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو زیاتېدو، د رسنیو لخوا د امنیتي مسایلو اړوند راپور ورکونه کمه کړې.

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو شتون او هغوی ته د امنیتی ارګانونو لخوا په موقع د معلوماتو نه شریکولو، د رسنیو لخوا د امنیتي مسایلو راپور ورکونه کمه کړې.

په شمال زون کې د نی دفتر مشره، مبینه ساعي وايي، چې په بلخ کې خبریالان د طالبانو او نورو وسله والو ډلو لخوا له بالقوه ګواښونو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه: "متاسفانه کله چې مونږ وینو د افغانستان په شمال کې خبریالان خوندي نه دي، او مونږ وینو چې د ښار په مرکز کې د یوې رسنۍ مسئول هدف ګرځي. دا مسئله خپله خبریالان اړ باسي چې په آګاهانه او یا ناآګاهانه توګه سانسور ته مخ کړي."

د نی دفتر وايي، چې د امنیتي ارګانونو لخوا خبریالانو ته د حقایقو نه څرګندول او په موقع له هغوی سره د معلوماتو نه شریکول هم سبب شوي، چې د چټکې او دقیقې اطلاع رسونې په برخه کې خبریالان له ننګونو سره مخ شي.

جواد نبي زاده، په بلخ کې د کلید راډیو خبریال دی.

هغه وايي، چې له پنځو کلونو راهیسې له رسنیو سره کار کوي، خو روان کال یې په ټول کاري عمر کې ترټولو له ننګونو ډک وخت وو.

ده وویل: "د خبریالانو پر وړاندې ګواښونو خو په ټول افغانستان کې ستونزې جوړې کړې دي. اما دلته په بلخ ولایت کې ستونزه دا ده چې امنیې قوماندانۍ او د شاهین قول اردو په موقع خبریالانو ته معلومات نه ورکوي. یادې ستونزې زمونږ پر وړاندې ننګونې زیاتې کړې دي."

خو د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، چې له رسنیو سره نږدې اړیکې ساتي او اطلاعات له کوم سانسور پرته په موقع له رسنیو سره شریکوي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته داسې ووېل: "مونږ د دې ترڅنګ چې هر کله په موقع معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي. د رسنیو او امنیتي ځواکونو ترمنځ مو هم حسنه او ښې اړیکې رامنځته کړي او هغوی ته مو له مختلفو لارو لکه واتساپ، مسنجرونو او یا هم په حضوري توګه په موقع معلومات ورکړي."

۲۰۹ شاهین قول اردو هم په بلخ کې یو له هغو امنیتي بنسټونو ده چې د خبریالانو لخوا پر په موقع د اطلاعاتو د نه شریکولو تور پورې دی.

ازادي راډیو په موقع د اطلاعاتو د نه شریکولو موضوع د شاهین قول اردو له مطبوعاتي څانګې سره شریکه کړه، خو په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په کابو تېرو دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال "الیاس داعي" په ګډون پنځه خبریالان د ناپېژنده کسانو لخوا ترور شوي.

د ویلو ده، سره له دې چې د افغانستان حکومت طالبان د خبریالانو د ګواښلو او وژنو اصلي عاملان بولي، خو د طالبانو ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د ملکي وګوړو هدف ګرځول د هغوی په برنامه کې نه دي شامل.

تر دې دمخه، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې افغانستان د ازادو رسنیو د لرلو له پله د بې پوله خبریالانو د سازمان په یوه رده بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۲۲ ځای خپل کړ.

XS
SM
MD
LG