د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

اتمر: د کابل او واشنګټن ترمنځ پر نوي پلان کار پیل شوی


محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوه نوي ګډ پلان خبر ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د ادارې د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې ته بیا کتنه کوي او په ورته وخت کې یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوې نوې طرحې خبر ورکړ.

محمد حنیف اتمر په کابل کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د دې پلان په اړه د ډېرو جزییاتو له ورکولو پرته، وویل: "ډېر ژر د افغانستان د دولت او د امریکا د دولت د ګډ پلان په یوې پروسې او جدي مذاکرې کې وړاندې ګام اخلو. دا پروسه له تېرې شپې راهیسې پيل شوې ده او په شدت به مخته ولاړه شي. په دې پروسه کې د دواړو دولتونو د امنیت شوراګانې شاملې دي، همداراز به ټول هغه مهم وزارتونه چې په سیاسي چارو کې ونډه لري، په دې کې حضور ولري."

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د دوه زره شلم کال د فبروري د نهه ویشتمې نېټې د سولې د هوکړې د بیا کتنې تود هرکلی کړی و او ویلي یې و ،چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به یو پلاوی کابل ته راولېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خپلو خبرو په یوه برخه کې هیله ښکاره کړه، چې طالبان به په دوحه کې له افغان پلاوي سره بېرته خبرو ته کېني، خو ده په ورته وخت کې وویل چې د سیمې هېوادونه هم په دې برخه کې له طالبانو ورته غوښتنه لري.

هغه زياتوي: "زموږ ټولې سیمې طالبانو ته واضح پيغام ورکړی دی. له طالبانو غواړي چې د خبرو مېز ته راستانه شي، له شخړو لاس واخلي، د ویني بهيدل بند کړي او د خلکو له وژلو لاس په سر شي. دا پيغام له ټولې سیمې هره ورځ دوی ته ورکول کېږي."

د طالبانو او افغان دولت د سولې خبرې تېرکال د سپټمبر په دولسمه پيل شوې خو له نږدې یوې میاشتې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ هیڅ غونډه نه ده شوې.

په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي و، چې د دې هوکړې له مخې به ټول امریکایي پوځیان د دوه زره یوویشتم کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي خو شرط دا دی چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې طالبان په خپلو څلورو ژمنو کې پاتې راغلې دي، د تاوتریخوالي کمول، له ترهګرو سره خپل اړیکې پرې کول، صادقانه او معنا لرونکي خبرو اترو پرمخ وړل او د جګړې ډګر ته د خوشي شوي طالب بندیانو نه راستنول.

ښاغلي اتمر دا خبرې د سولې لپاره په شپږمه سیمه ییزه غونډه کې وکړې.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وشوه چې په کې د اسیایي او اروپایي هېوادونو سفیرانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG