د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۱۵

ملګري ملتونه: ایران او شمالي کوریا د میزائیلو پروګرام پراختیا کې بیا همکاري پیل کړې


د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د اټمي تأسیساتو د یوې برخې د لیدو پر مهال

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وایي چې ایران او شمالي کوریا د میزائیلو د پروګرام په اړه بیا خپلو کې همکاري پیل کړې ده.

دغه راپور وايي تېر۲۰۲۰ کال کې ایران او شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پروژو په پراختیا کې سره همکاري پیل کړې ده.

د متخصصینو یوې خپلواکې ډلې چې پر شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو څارنه کوي، خپل دغه راپور پرون دوشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په راپور کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغې همکارۍ په ترڅ کې چې تېر کال‌یې بیا پیل کړې، د کښتیو په ذریعه د میزائیلو مهمې پرزې ایران ته انتقال شوې دي. په راپور کې د ملګرو ملتونو د یو شمېر غړو چې نومونه‌یې نه‌دي څرګند شوي، یادونه شوې چې له دې ډلې سره‌یې د شمالي کوریا او ایران ترمنځ د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ د بیا پیلېدو په اړه معلومات شریک کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي د دغو ادعاوو په غبرګون کې په تېره ډسمبر کې چې د دغه راپور موندنې ورسره شریکې شوې وې، د متخصصینو دغې ډلې ته ویلي چې پر محتوا یې له غور کولو وروسته دا نتیجه اخلي چې دوی په خپل راپور کې ممکن غلط او جعلي معلومات کارولي وي.

ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي
ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي

په راپور کې پر شمالي کوریا د اټمي او بالستیک وسلو د پروګرامونو په خاطر څو لګول شوي بندیزونه څارل شوي او ویل شوي دې هېواد تېر۲۰۲۰ کال له دغو نړیوالو بندیزونو څخه په سرغړونې د خپلو اټمي او د میزائیلو پروګرامونو پراختیا ته دوام ورکړی او هغه‌یې د سایبري حملو له لارې تمویل کړی دی.

دغه‌راز ویل شوي چې دا هېواد د ځینو بندیزونو تر خوا تېر شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې دواړه هېوادونه تورن کړي چې د میزائیلو د پراختیا په برخه کې سره همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور یوه کاپي چې بلومبرګ ترلاسه کړې، ویل شوي چې د ملګرو ملتونو څارونکو داسې معلومات ترلاسه کړي چې شمالي کوریا د ایران د شهید حاج علي موحد تحقیقاتي مرکز سره فضا ته د سپوږمکیو د توغولو په برخه کې هم همکاري کړې ده.

متحده ایالاتو ادعا کړې چې د ایران له فضایي او د سپوږمکیو له پروګرام څخه دوه ګونې استفاده کېږي او هغه د پرمختللو بالستیک توغندیو لپاره ډیزاین شوی دی.

متحده ایالاتو په تېر سپټمبر کې چې پر تهران‌یې نوي بندیزونه اعلا کړل ویلي و چې دغه مرکز د شمالي کوریا او ایران ترمنځ د میزائیلو د پروګرامونو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

ارشیف، د ایران له لوري یو توغول شوی میزائیل
ارشیف، د ایران له لوري یو توغول شوی میزائیل

د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډله دغه راپور داسې مهال خپروي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د شمالي کوریا په وړاندې د مخکېني د ډونالد ټرمپ د ادارې پر پالېسۍ له سره غور کوي او د ایران په اړه‌یې ویلي چې که دا هېواد بېرته په هغو ژمنو چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې یې کړي ودرېږي، نو به متحده ایالات هم چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې ورڅخه ایستلی و، بېرته له دغه تړون سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG