د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

سیګار: امریکا په افغانستان کې له انتخاباتو اته درسونه اخلي


د افغانستان ولسمشریز انتخابات
د افغانستان ولسمشریز انتخابات

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکې ادارې سیګار په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د انتخاباتو سیسټم او ترسره شوي انتخابات له نیمګړتیاوو ډک بللي او وایي، په تېرو ۱۹ کلونو کې نړیوالې ټولنې څه باندې یو میلیارډ ډالر په دې هېواد کې پر دواړو پروسو لګولي، خو مطلوبه نتیجه یې نه ورکړې.

سیګار په دې راپور کې چې پرون سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) یې خپور کړې وایي، متحده ایالات په افغانستان کې له انتخاباتو اته درسونه اخلي.

په دغه راپور کې دغه درسونه د دې لپاره په نښه شوي چې د متحدو ایالتونو په پالیسیو کې ورته پام وشي او هم یې پر اساس د انتخاباتو د ملاتړ برخه کې اقدامات وشي.

سیګار وایي، د امریکا د متحدو ایالتونو د لږ تر لږه ۶۲۰ میلیونه ډالرو په ګډون نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې افغانستان کې د اوو ترسره شوېو انتخاباتو په ګډون د انتخاباتو د سیسټم د ملاتړ لپاره له دې هېواد سره د یو میلیارډ او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستې کړي، خو په دې برخه کې د امریکا حکومت له خپلې پانګونې ډېره کمزورې نتیجه ترلاسه کړې ده.

په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د رایو ببا شمېرونو بهیر
په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د رایو ببا شمېرونو بهیر

سیګار وایي، لیدل شوي چې د افغانستان د انتخاباتو اړوندې ادارې نه دي توانیدلي چې د انتخاباتو لپاره د باور وړ تیاری ونیسي، هغه مدیریت کړي او انتخاباتي لانجې هوارې کړي.

سیګار د ۲۰۰۴ میلادي کال انتخابات نسبتاً ښه بللي، خو وایي د افغانستان د انتخاباتو کمېسیونونه تر اوسه پورې کمزوري دي چې دا مسئله د دې لامل شوې چې پر حکومت د خلکو اعتماد زیانمن شي.

ازادي راډیو د سیګار د دغه راپور په اړه هڅه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د چارواکو نظر واخلي خو د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ پرته له دې چې د سیګار د موندنو په اړه خپل غبرګون وښیي، وویل چې دوی وروستي، د ولسمشرۍ انتخابات د مخکنیو هغو په نسبت په ډېره شفافه توګه او لږ لګښت ترسره کړي دي.ښاغلي ننګ زیاته کړه: "د ۱۳۹۸ لمريز کال د ولسمشرۍ انتخابات د ټولو هغو پرتله شفاف و او په کابل کې مېشتې نړيوالې ټولنې هم دا تايید کړه چې دا انتخابات د ټولو پخوانيو هغو پرتله شفاف و او کم لګښت پرې وشو."

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ
د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ

ښاغلی ننګ د ولسمشرۍ د ترسره شوېو انتخاباتو د شفافیت او ښو ترسره کولو خبره کوي، خو عملاً لیدل شوي چې دغه انتخابات له ډېرو ستونزو سره مله وو.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د څار اداره سیګار، دغه راپور کې د انتخاباتو د کمېسیونونو د کمزوري مشرتابه، د انتخاباتو لپاره د نوم لېکنې په پروسه کې د ډېرو نیمګړتیاوو، په انتخاباتو کې د لاس وهنې، بې نظمیو او درغلیو په ګډون امنیتي ستونزې هغه نور درسونه بولي چې د افغانستان د انتخاباتو له پروسې اخېستل کیدای شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په را روان ۱۴۰۰کال کې څلورو انتخاباتو ته تیاری نیسي.

سیګار وایي، که څه هم د انتخاباتو لپاره امنیت په ټوله کې له امنیتي وضعیت سره تړلی، خو له ۲۰۰۴ میلادي کاله وروسته دواړه مخ پر خرابېدو دی او زیاتوي، د امنیت د خرابېدو له امله د رایې ورکولو ډېر مرکزونه د انتخاباتو په ورځ تړل شوي وو، د انتخاباتو په تړاو طالبانو حملو ته زور ورکړی وو او د ناامنیو زیاتوالی هم د دې سبب شوی وو چې په ډېرو سیمو کې د نوملېکنې پروسې سرته ونه رسېږي او هم لږ کسان په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

سیګار وایي، دغه وضعیت ته په پام یوازې نا امني د دې لامل شوې چې د انتخاباتو مشروعیت زیانمن شي.

سیګار د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د نیمګړتیاوو په اړه دغه راپور داسې مهال خپروي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په را روان ۱۴۰۰هجري لمریز کال کې څلورو انتخاباتو ته تیاری نیسي.

یو ځل بیا ښاغلی ننګ وايي: "څلور انتخابات مو پلان کړي، له انتخاباتي شريکانو سره يې د ترسره کولو، بودجې او امنيت په اړه خبرې روانې دي او انشاالله ډېر ژر به دغه ممکن انتخابات په يو مشخص سکېجول او ټايم لاين کې اعلان شي."

په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې
په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، راتلونکي کال په غزني کې د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو او ښاروالیو لپاره د انتخاباتو د ترسره کولو خبره داسې مهال کوي چې دې وروستیو کې د انتخاباتو یو شمېر څارونکو بنسټونو اندېښنه وښوده چې د افغانستان روان امنیتي وضعیت ته په پام امکان نه لري چې دغه انتخابات دې په ښه توګه ترسره شي.

سیګار په دغه راپور کې دغه راز ویلي چې بسپنه ورکوونکي افغان شریکانو ته په مرستو کې له ډېره احتیاطه کار اخلي او تر ډېره پر تخنیکي مسایلو او د انتخاباتو پر ورځې تمرکز کوي نه دا چې خپلې هڅې د انتخاباتو پر یوه پنځه کلن بهیر متمرکزې کړي.

د سیګار په لیکنه د انتخاباتو اوسنی جوړښت داسې دی چې مرسته ورکوونکي پر لنډ مهاله هدفونو تمرکز کوي او دې ته اهمیت ورکوي چې د انتخاباتو ترسره کول یقیني کړي.

که په افغانستان کې د ډیموکراټیکې پروسې د ثبات یقیني کول یو اوږد مهاله هدف وي، امریکا او نړیوالو شریکانو ته ښایي په کار دا وي چې د افغانستان د انتخاباتي ادارو د وړتیاوو زیاتولو ته ډېر پام واړوي.

د سیګار په وینا انتخابات یوه داسې پروسه ده چې د مرستندویانو دوامداره ښکېلتیا او ملاتړ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG