د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

په غزني کې د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو نېټه اعلان شوه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې د راتلونکي کال په مني کې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او یو شمېر ښاروالیو ټاکنو ته چمتو دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي، ولسوالیو او د ښاروالیو د شوراګانو انتخاباتو ته د راتلونکي لمریز کال په مني کې عملیاتي او فني چمتوالی لري.

د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د یادو انتخاباتو ترسره کېدل د ۱۴۰۰ کال د تلې په میاشت کې تنظیم شوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي، ولسوالیو او د ښاروالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره بشپړ تخنیکي او عملیاتي چمتوالی لري. "

حوا علم نورستانۍ
حوا علم نورستانۍ

اغلې نورستانۍ وايي، دوی د دغو انتخاباتو لپاره یې عملیاتي پروګرامونه له حکومت اړوند بنسټونو او نړیوالو سره شریک کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارلانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ بیا په دې خبري ناسته کې وویل، چې د انتخاباتو د ترسره کېدو د لومړنۍ طرحې له مخې د غزني د ولایتي شورا انتخاباتو لپاره ۱۹ میلیونه ډالرو او د ولایتي شوراګانونو انتخاباتو لپاره ۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده خو، د نوموړي په وینا دغه رقم وروستی نه دی.

دغه کمېسیون له حکومت وغوښتل، چې د انتخاباتو بودجه دې ورته چمتو او امنیت دې خوندي کړي.

خو جمهوري ریاست او د کورنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

حکومتي سر چینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

‎ ‎د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د دغو انتخاباتو ترسره کېدو ته چندانې خوشبینه نه دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د حکومت او کمېسیونونو ترمنځ لازمه همغږي نه ده موجوده.

يوسف رشيد
يوسف رشيد

هغه وویل:‎ ‎"موږ د کمېسیون په اعلامیه کې د حکومت او کمېسیون ترمنځ د نه همکارۍ نښې وینو، مثلا په لومړیو کې کمېسیون د غزني د ولسي، جرګې، د ولایتي، ولسوالیو او ښاروالیو د شوراګانو انتخاباتو ته د چمتوالي اعلان وکړ، په دې اړه حکومت ته مکتوب لېږل شوی، خو کمېسیون ځواب نه دی ترلاسه کړی، دا د دې ښکارندوی دی، چې د حکومت اوکمېسیون ترمنځ د همکارۍ اړیکه نشته، بودجه او امنیت د انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې اومسالې دي. "

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې هغه وخت چې په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات جنجالي شول، نو په دغه ولایت کې انتخابات وځنډېدل، له بل پلوه په تېرو دوو لسیزو کې د ولسوالیو او ښاروالیو شوراګانو انتخابات هم نه دي ترسره شوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي، ولسوالیو او ښاروالیو شوراګانو ته د چمتوالي خبره کوي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د انتخاباتو د قانون په اړه د جمهور رییس تقنیني فرمان له خپلې اجنډا لرې کړ.

که چېرې ملي شورا، د ولسمشر د دغه فرمان په اړه پرېکړه ونه کړي، راتلونکي انتخابات به د همدغه فرمان له مخې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG