د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

په نوې ټوکېدلې ډیموکراسۍ کې ټاکنیز کړکېچونه


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ټاکنو لانجمنېدو د عامو خلکو ستونزې زیاتې کړي دي.

په تېره یوه لسیزه کې د ټاکنو په خاطر د افغانستان نوې ټوکېدلې ډیموکراسۍ زیاتې ټېټې ژورې تجربه کړې.

دری واره په ۲۰۰۹ ، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې.

د هرې ټاکنې کړکېچ او ستونزه جلا وه خو د انتظار، درد او کړاو پېټی تر ډېره د عامو افغانانو په اوږو و.

طالبانو د رضا خشنود خرمي دوه ګوتې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر ټاکنو یوه ورځ وروسته ور پرې کړې.

هغه زیاته کړه: "شهادت ګوتې مې کامل رنګ درلود دوه بنده رنګ یې درلود، په منځنۍ ګوتې مې تر اول بنده یو څاڅکی رنګ لویدلی و، ماته یې وویل چې که پوزه دې هم رنګ وای موږ درته پرې کوله، کله چې یې ګوتې را پرې کولې همدا چې د شهات ګوته یې راپرې کړه زه بېهوښه شوم."

د غزني دا ځوان چې د پوځي اکاډمۍ د لوستلو لیواله و اکاډمۍ ته ځکه نه دی پرېښودل شوی چې ګوتې یې پرې دي خو وايي له دې چې رایه یې ورکړې پښېمانه نه دی.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ننګرهار او غزني دوو نورو اوسیدونکو هلال الدین عزیزي او فریداحمد بیا د لسو کلونو پر مهال د شویو ټاکنو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د ننګرهار اوسېدونکی هلاالدین عزیزي: "له ټاکنو، انتصابات جوړ شوي، په دې معنی چې خلکو په لویې قربانۍ سره رایې وکارولې، له چا ګوتې پرې شوې، څوک په چاودنو کې له منځه لاړل، چا ته په یو نه یو شکل ستونزې جوړې شوې، ولې اوسنیو حالاتو ته چې ګورو زموږ رایو ته په درنه سترګه نه کتل کېږي، څوک وايي چې منو یې ځینې وايي چې نه یې منو، ولس په مطلق ډول ناراضه دی."

د غزني اوسیدونکی فرید احمد وویل: "په تېرو لسو کلونو کې که څه هم ټاکنې شوي خو هغسې ټاکنې چې همه شمول وي خلک په ډاډه زړه او له خپل شوقه په کې ګډون وکړي هسې نه دي شوي، که دلته مثال شفافیت وای، که دلته امنیت وای، که دلته هغه زمینې چې د ټاکنو لپاره ضرورت دی تامین وای زه فکر کوم ډېرو خلکو به په ټاکنو کې ګډون کړی وای."

نا امنۍ، د طالبانو ګواښونه، په ټاکنیزو بهیرونو د خلکو بې باوري او لانجې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې د کمېدو لوی عاملونه بلل کېږي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کې لومړی د خلکو د ګډون شمېر دوه میلیونه او شپږ لکه ښودل شوی و خو وروسته کمېسیون د یو میلیون او اته لکه رایو په اساس د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم یادونه کړې وه چې د خلکو ګډون په دغو ټاکنو کې کم و.

د ۱۳۸۸ کال د اسد په ۲۹ چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د اګست شلمه کېږي ټاکنې وشوې خو د حامدکرزي یوه مهم سیال عبدالله عبدالله د ټاکنیزونو کمېسیونو په تېره بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په پراخو درغلیو تورن کړ.

همدغه تورونه و چې په خاطر یې د نومبر اوومه د بیا ځلي ټاکنو نېټه وټاکل شي خو له هغه مخکې عبدالله انصراف وکړ او کرزی د یوې نوې دورې په مخه ولسمشر شو.

په ۲۰۱۴ کال کې ټاکنې ځکه لانجمنې شوې چې د اپرېل په پنځمه (۱۳۹۳ کال د حمل ۱۶) د لومړي وار ټاکنو پر مهال هېڅ یوه کاندید له پنځوسو فیصدو زیاتې رایې ونه ګټلې.

دویم واري ټاکنې د جون په ۱۴ وشوې چې د درغلیو او لاسوهنو تورونو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د هغه پلویان سړکونو ته وایستل او مظاهرې او پرلتونه یې وکړل.

خبر دې ته ورسېده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته راشي او په اوونۍ اوونۍ د غنی او عبدالله منځګړیتوب وکړي.

ده بلآخره دواړه کاندیدان د جولای په ۱۲ د رایو د تفتیش په پیل، تر هغه وروسته د نتیجې په منلو او د ملي یووالي د حکومت په جوړولو موافقې ته ورسول.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کري
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کري

د امریکا د بهرنیو چارو مخکینی وزیر جان کري: "ملي یووالي ته په درناوي دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې د رایو د تفتیش نتیجه به مني، ګټونکی به د ولسمشر په توګه خدمت کوي او سمدستي به د ملي یووالي حکومت جوړوي."

د ملي یووالي حکومت تر اوسه پر ځای دی خو چې هر وار بحث د تېرو ټاکنو کېږي عبدالله عبدالله او ټیم یې د ټاکنو کمېسیون پخوانۍ مشرتابه د اشرف غني په پلوۍ تورنوي.

د عبدالله ټیم تر ډېره د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا پخواني مشر ضیاالحق امرخیل ته د تور ګوته نیوله هغه څوک چې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي یواځې یې د ولس له ارادو دفاع کوله.

د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل
د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل

د ولسمشر سلاکار او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس ضیاالحق امرخیل وویل: " په ۲۰۱۴ کې چې کومې ټاکنې مونږ ترسره کړې په هغه کې د خلکو ګډون هم زیات و، اول دور ټاکنې په خپل وخت ترسره شوې دوهم دور هم په خپل وخت ترسره شوې اما بدبختي دا وه چې بایلونکي کاندید بایلل نه منل او ګټونکي په ښه قوت له ګټلو دفاع ونه کړه، عموماً ټاکنې ځکه په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کېږي چې قوي احزاب نه لرو او کاندیدان هغه تعهد چې د نوماندۍ په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسون ته سپاري په هغه باندې بېرته نه دریږي."

له افغانستان سره د ولسمشریزو، ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې نړیوالې ټولنې مالي مرسته او همکاري کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې سږ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۵۹ میلیونه ډالره ځانګړې شوي چې له ډلې یې ۹۱ میلیونه ډالره افغان حکومت او پاتې نړیواله ټولنه تامینوي.

نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې د ولسواکۍ د ټېنګښت لپاره له افغانستان سره په خپلو ژمنو دریږي او په همدې هدف د افغانستان له خلکو او دولت سره د ټاکنو په ترسراوي کې مرسته کوي.

خو حامدکرزی چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر له ۲۲ د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر تر ۲۹ د افغانستان ولسمشر پاتې شوی د ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کال د انتخاباتو واکداران بهرنیان بولي.

هغه تازه د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کړې ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي: "په ۲۰۰۹ کال کې کله چې زه کاندید وم هم انتخابات زموږ لاس کې نه و، ۲۰۱۴ دا حساب و، اوس هم دغه حساب دی، انتخابات زموږ په لاس کې نه دي، دا د پردیو د معاملې سلسله ده، متاسفانه چې اوس یواځې امریکا نه ده ځینې نور هېوادونه هم زمومږ په انتخاباتو کې د امریکا سره په ګډه یا بېل پوه نه یم خو هر یو خپله ګټه لري سخت دخیل دي، نو په همدغه دلیل ما پر انتخاباتو حساب نه دی کړی."

د حامدکرزي ځینې سیاسي مخالفان وايي چې نوموړی هڅه کوي موقت حکومت جوړ شي او مشري یې ده ته په لاس ورشي هغه خبر چې کرزي په خپله تازه مرکه کې په کلکه رد کړه.

حامدکرزی که څه هم د امریکا په مرسته د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته واک ته ورسېد خو د ولسمشرۍ پر مهال یې په وار وار له بهرنیانو سره لانجې وکړې.

افغان ولسمشر اشرف غني بیا وروسته له هغه چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۲۲ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال په اول مقام کې راغی د ټاکنو ترسراوی د ملت بریا وبلله.

هغه وویل: "د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د افغانستان ټول ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم، له ابهامه د روښنايي په لوري ځو، له بې باورۍ د ملي اعتماد په لور ځو، له تفرقې او ویش د ملي یووالي لور روان یو، داسې دولت به جوړیږي چې د دغه عظیم ملت وړ وي."

له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۹ میلادي پورې د ملي یووالي حکومت مشرانو اکثر په تا ویلي ما ویلي کار وکړ خو یو هم له شراکته خوښ نه وو.

افغان ولسمشر سږ کال سپټېمبر ماشت کې د ټاکنو له ترسراوي مخکې ویلي چې بیا به د ۲۰۱۴ میلادي کال تکرار نشي.

افغان ولسمشر اشرف غني زیاته کړه: " افغانستان به یو جمهور رییس ولري نه دوه، د ملي یووالي حکومت نور د منلو وړ نه دی."

د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د حامدکرزي سیال او په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني سیال عبدالله عبدالله بیا له اول سره کمیسیون په درغلیو کې ښکېل بللی دی.

ده وروستی وار تېره یکشنبه د ډسمبر په ۲۲ چې کله د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

عبدالله وویل چې د ټاکنو کمېسیون ته یې وخت ورکړ څو پاکې او ناپاکې رایې جلا کړي خو بیا یې هم د ده په خبره درغلي وکړه.

هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو کمېسیون متاسفانه له دغه فرصته استفاده ونه کړه او له تقلب کارانو سره یې لاس یو کړ، هېڅ وخت په دې ونه توانېد چې د افغانستان خلکو ته له قانون سره سم د قناعت وړ ځواب ورکړي."

عبدالله عبدالله دار وار هیله وښوده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دوی شکایتونه وڅیړي او د قانون په رڼا کې د پاکو رایو په اساس پایلې اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي چې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په دریو ورځو کې يې څه باندې شپاړس زره شکایتونه ثبت کړي چې په ۳۹ ورځو کې به یې څېړي او بیا به خپله پرېکړه اوروي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ بیا د عبدالله عبدالله او ځینو نورو کاندیدانو په ځواب کې چې کمیسیون په درغلیو تورنوي وایي چې تقلب نه دی شوی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ

هغه زیاته کړه: "قطعاً! تقلب نه دی شوی، ټول هغه څه چې دي هغه لکه لمر غوندې روښانه دي، د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځلې د شپږم د میزان راهیسې شکایتونه کاملاً کم و، مونږ ډېر زیات محلات بیا شمېرنې ته ولېږل او بیا شمېرنه مو ترسره کړه، دا هغه څه دي چې مونږ په هره مرحله کې شفافیت په نظر کې نیولی دی، مونږ تر اخره پورې نهايي اعلانه پورې شفافیت ته ژمن یو او د افغانستان خلکو ته هغه څه وړاندې کوو چې دوی په شپږم د میزان خپل د خوښې نوماندانو ته ورکړي و"

ننګ وايي پخوانۍ ولسمشریزې ټاکنې ځکه لانجمنې شوې وې چې په ۲۰۰۹ کال کې څه باندې دوه میلیونه او په ۲۰۱۴ کال کې څه باندې یو نیم میلیونه رایې باطلې شوې وې.

دی وايي د بیومټریک ټکنالوژۍ کارونه، د نوملړ استفاده، ولایتونو ته د موادو انتقال هغه څه و چې د اوسنیو ټاکنو شفافیت تر نورو پخوانیو هغو څو چنده زیاتوي.

په تېره یوه لسیزه کې داسې وخت د افغانستان په ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه لګول کیږي چې په دغو انتخاباتو باندې لسګونه زره کورنیو او بهرنیو څارونکو نظارت درلود.

د دغو څارونکو له ډلې یوه د فیفا موسسه ده.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې رییس یوسف رشید ازادي راډیو ته د انتخاباتو د ستونزمېدو عوامل داسې بیانوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید زیاته کړه: "۲۰۰۹ کال کې تر یوه حده پورې دا بحث دومره جنجالي نه و، ۲۰۱۴ کې یو څه زیات شو خو ۲۰۱۹ کال کې پروسه له یوې جدي ننګونې سره مخامخ شوې ده، ستونزې تقریباً دا دریو ټاکنو کې سره ورته والی لري، یو بحث دا دی دا کوم کاندیدان چې حکومت کې دي او هم کاندیدان دي دوی باندې تور پورې دی چې له واک او سرچینو څخه په ناسالمه ډول کار اخلي، دویم د ټاکنو په اداره او مدیریت اعتراض جدي وي، د هغوی په دې توان چې پروسه په بې طرفه ډول مدیریت کړي، او دریم بحث دا دی چې په دې کې د لاسوهنې او فشار موضوع ده چې ګواکې په ادارې باندې له پلانکي او پلانکي کاندیده فشار موجود دی."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

یوسف رشید د دې تر څنګ د ښه امنیت تامین د ټاکنو ترسراوي لپاره حیاتي بولي له کړکیچ او ننګونو پرته د راتلونکو انتخاباتو ترسراوی د څو لاندې مسلو په تحقق پورې تړلې بولي:

لومړی د ده په خبره چې د ټاکنو کلتور په سیاسي، ټولنیز او تخنیکي برخو کې د درناوي وړ وګرځي.

دویمه مسله چې رشید یې د ښو ټاکنو د ترسراوي لپاره حیاتي بولي د ټاکنو د ښکېلو خواو د باور جلبول او د دې یقیني کول چې ټاکنې بې پرې ترسره کېږي.

په پای کې ښاغلی رشید سپارښتنه کوي چې په ښه طریقه او قوي توګه د ټکنالوژۍ کارونه او په نویو اساساتو د پروسې ښه سمبالتیا د ښو ټاکنو ترسراوی تضمینولی شي.

XS
SM
MD
LG