د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: کابل، تخار او بامیانو کې د شکایتونو د ډلبندۍ بهیر پیل شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په کابل، تخار او بامیان ولایتونو کې د شکایتونو د ډلبندۍ بهیر پیل شوی او په پاته ولایتونو کې به هم ډېر ژر دا بهیل پیل شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي تر اوسه د شکایتونو د ډلبندۍ بهیر یوازې په درو ولایتونو یانې کابل، تخار او بامیان کې پیل شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وینا د لوی شمېر شکایتونو له کبله به دا بهیر په نورو ټولو ولایتونو کې ښايي د شنبې او یکشنبې په ورځو پیل شي.

د دې کمېسیون ویاندې زرمینه حقجو کاکړ د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسي وویل: "په کابل، تخار او بامیان ولایتونو کې دا پروسه پیل شوې ده، ځکه چې اکثریت شکایتونه په مرکزي دفتر کې ثبت شوي وو، له همدې کبله زموږ همکاران ولایتونو ته د شکایتونو لېږلو په حال کې دي."

د شکایتونو د ثبت لپاره درې ورځې یاني د تېرې دوشنبې، سې شنبې او چارشنبې ورځې ټاکل شوي وې.

پر دې مهال ټاکنیز ټیمونو په ټولو ولایتونو کې شپاړس زره او پنځه سوه شکایتونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کاري طرزالعمل له مخې، د شکایتونو د ثبت له پای ته رسېدو سره دغه کمېسیون پنځلس ورځې وخت لري ثبت شوي شکایتونه ډلبندي کړي چې په کې د درغلیو او ټاکنیزو جرایمو ارزونه شامله ده.

تر لومړي پړاو وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وینا، که د هغوی پرېکړې شکایت کوونکو ته د منلو وړ نه وي، د ولایتي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر پريکړه په مرکزي کمېسیون کې د استیناف غوندې اعتراض کوي.

د استیناف غوښتنې لپاره هم درې ورځې وخت ورکول کېږي او د دې بهیر د ارزولو لپاره پنځلس ورځې نور وخت په پام کې نیول شوی دی.

خو د افغانستان د ټاکنو د د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) اجرائیوي رييس یوسف رشید اندېښنه ښيي چې د دومره لوی شمېر شکایتونو د اروزنې لپاره ښايي پنځلس ورځې کافي نه وي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

هغه زیاتوي: "فکر کوم د شکایاتو کمېسیون به له تخنیکي اړخه له ستونزو سره مخامخ شي او هغه دا چې بیا شمېرنه او تفتیش، د خپلو څارونکو راپورونه کتل، که په لسو ورځو کې دا شکایتونه دوی یوازې مطالعه هم کړي، دا مطالعه یې هم نشي کولای ځکه هر شکایت له ځان سره ضمیمه اسناد لري، مدارک دي، اثباتيه دلایل لري نو دا حتماً وخت ته اړتیا لري."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاندې زرغونه کاکړ په وینا تر اتو زرو زیات شکایتونه د ثبات او همپالنې ټيم، تر دوه زره پنځه سوه زیات شکایتونه دولت جوړوونکي ټيم، څلور زره شکایتونه د ګلبدین حکمتیار ټيم او پنځلس شکایتونه د رحمت الله نبیل ټیم ثبت کړي دي.

دې زیاته کړه چې له ټولو شکایتونو څخه پنځه اویا فیصده یې په مرکزي دفتر کې ثبت شوي دي.

د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې د میزان(تلې) په شپږمه وشول چې پرون د جمعې په ورځ یې درې میاشتې بشپړې شوې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG