د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

شینوارې: د ټاکنو لومړنیو پایلو په تړاو ټول شکایتونه په ټاکلي موده کې څېړل کېږي


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیسې وویل، ټاکنیزو شکایتونو ته به د پلان له مخې په ۱۵ ورځو کې رسیدګي وشي چې په قانون کې یې وړاندوینه شوې ده.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیسې وویل، ټاکنیزو شکایتونو ته به د پلان له مخې په ۱۵ ورځو کې رسیدګي وشي چې په قانون کې یې وړاندوینه شوې ده.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، ددوی د ولایتي دفترونو مسئولانو نن (جدي ۵مه) د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو د ثبتو شویو شکایتونو ارزول پیل کړل.

ددغه کمېسیون رئیسې زهره بیان شینوارې نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د پلان له مخې به په ۱۵ ورځو کې دغو شکایتونو ته رسیدګي وشي چې په قانون کې یې وړاندوینه شوې ده.

د اغلې شینوارې د معلوماتو له مخې، ټول ۱۶ زره او ۳۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې ۱۴ زره یې په ولایتونو پورې اړوند دي او پاتې نور په پلازمېنه کابل کې ثبت شوي دي.

د هغې په خبره، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ترټولو ډېر شاوخوا ۸۰۰۰ شکایتونو ثبت کړي او ورپسې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ډله ده چې ۴۴۰۰ شکایتونه لري. د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ډلې څه باندې ۳۰۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیسې وویل، ددوی د ولایتي دفترونو چارواکي مکلف دي د قانون له مخې په ۱۵ ورځو کې دغه شکایتونه وڅېړي او د خپلو ارزونو پایلې خپرې کړي.

اغلې شینوارې په ټاکنو کې ښکېلو لورو ته ډاډ ورکړ چې ددغه کمېسیون غړي به په پوره رښتینولۍ او بې طرفۍ دغه شکایتونه د ټاکنو قانون او طرزالعملونو له مخې وڅېړي.

ددغه کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي په دومره لوی شمېر شکایتونه له تصوره پورته وبللې، خو زیاته یې کړه چې دوی پوره چمتووالی لري ثبت شوي شکایتونه خپلو ولایتي دفترونو ته ژر واستوي.

هغه وویل، د شکایتونو په صنف بندۍ کار پیل شوی او ډېر ژر به پای ته ورسي.

په ورته وخت په کابل کې یو شمېر سیاسي ګوندونو د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه د شکایتونو د رسیدنې په برخه کې د بې پرې توب غوښتنه کوي.

د عدالت او توسعه حزب مشر سید جواد حسیني وویل: "موږ د دواړو کمېسیونو له کمېشنرانو څخه هیله لرو چې شکایتونه او د وروستي پایلې پرته له کوم فشار څخه اعلان کړي کمیشنران باید بې پرې پاتې شي او انتخاباتي عدالت تامین کړي".

د ټاکنیزو چارو ځیني کتونکي په دې باور دي چې د شکایتونو شمېر ته په کتو ښايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ونه توانېږي خپل کارونه په ټاکل شوې مودې کې پای ته ورسوي

XS
SM
MD
LG