د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

سرخط: جوبایډن د سولې پروسې ارزولو په هدف کابل ته پلاوی رالېږي


د امریکا و
د امریکا و
  • سرخط

سرخط ورځپاڼې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن له لورې د سولې پروسې ارزولو په هدف، کابل ته د پلاوی رالېږلو باندې لیکنه کړې ده.

وړاندې د ولسمشر غني خبرې را اخیستل شوي چې، دی به هم د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره په دې اړه چې څنګه د سولې روانه پروسه سمولای او ښه کولای شي، وېډيويي خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم روښانه نه ده چې په دغه پلاوی کې به څوک او څوک راځي، خو د ولسمشر له خبرو داسې ښکاري چې زلمی خليلزاد به په کې وي.

د لیکوال په وینا، که څه هم په دې وروستيو کې له خليلزاد سره د ولسمشر اړيکې خړې پړې شوې دي او داسې هم ويل کېږي چې څه موده وړاندې ولسمشر ورسره له ليدو هم مخ اړولی و خو ټاکل شوې چې خلیلزاد بیاځلې کابل ته راشي.

ورځپاڼې د ولسمشر هغه څرګندونې هم راخیستي چې په ټینګار سره ویلې، سوله غواړي خو بنسټیزه سوله چې جمهوریت او د افغانانو ګټې خوندي وي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې د اروپایې ټولنې هغه څرګندونې را اخیستي چې په طالبانو يې ټینګار کړی څو د مدني ټولنې د فعالینو، قضایي کارکوونکو، د رسنیو فعالینو، دیني شخصیتونو، روغتیایې کارکوونکو او ملکي کارکوونکو په نښه کول ودروي.

اروپایې ټولنې ددغو حملو مسوول طالبان بللي او ټینګار یې کړی، چې دې ډلې د حملو ترڅنګ داسې یو چاپیریال رامنځته کړی چې په هغه کې ترهګر او جنایتکارې ډلې په ازاد ډول فعالیت کوي.

ورځپاڼې دغه شان لیکلي، که څه هم طالبانو د دوحې تړون پر مهال د تاوتریخوالي د کمولو ژمنې کړې وې، خو د سرمقاله ليکونکي په خبره اوس د جګړې ډګر له واقعیتونو او روانوحالاتو داسې نه ښکاري چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی وي.

په سر مقاله کې راغلي، د اروپایې ټولنې او نړیوالو له ورستي دریځه ښکاري چې، نړۍ به نور طالبان ونه زغمي او د دوی په وړاندې به لا جدې چلند وکړي.

خو لېکوال دا ټینګار هم کړي، چې طالبان بیاهم فرصت لرپ چې د خلکو او نړېوالې ټولنې د اعتماد را جلبولو لپاره وژنې بندې او د خبرو مېز ته کېني.

  • هېواد

اهېواد دولتي ورځپاڼې هم د طالبانو پرضد کورني او نړيوالو غبرګونونو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، په قطر کې د سولې دوهم پړاو له خبرو د طالبانو په څنګ کېدل د سختې اندېښنې وړ ګرځېدلي دي.

د لېکوال په وینا، د سولې خلاف د جګړې او بريدونو شدت ته په کتو طالبانو ته په ملي او نړيواله کچه د پړې ګوته نيول شوې ده.

د ورځپاڼې په خبره، په اصل کې ملت او نړيواله ټولنه هڅه کوي، چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او افغانستان يوځل بيا د ترهګرۍ پر ځالو بدل نه شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د افغانستان سوله او ناامني پر سيمه او نړۍ نېغ په نېغه اغېز لري نو د سرمقاله لیکونکي په خبره طالبانو ته په کار ده، چې د سولې لپاره چمتو شي.

XS
SM
MD
LG