د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

روسیه کې د نوالنۍ په ملاتړ لاریون؛ له ۲۰۰۰ زیات مظاهره چیان نیول شوي


روسیه کې ګڼ مظاهره چیان د پولیسو له لوري نیول شوي.
روسیه کې ګڼ مظاهره چیان د پولیسو له لوري نیول شوي.

د راپورونو له مخې په روسیه کې د کرملېن د منتقد الکسي نوالنۍ د خوشې کېدو لپاره د نننیو پراخو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو کسان نیول شوي دي.

د نوالنۍ پلویانو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) ورځ د مسکو او نورو سترو ښارونو په ګډون په څه باندې ۱۴۰ ښارونو او ښار ګوټو کې مظاهرې پلان کړې وې.

په روسیه کې دغو پراخو مظاهرو کې چې دا یې دوهمه یکشنبې ده چې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالنۍ په ملاتړ او له توقیفه د هغه د خوشې کېدو لپاره ترسره کېږي، له دوه زرو زیات مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

د نوالنۍ په ملاتړ لاریونو کوونکي د روسي ځواکونو له لوري نیول کېږي.
د نوالنۍ په ملاتړ لاریونو کوونکي د روسي ځواکونو له لوري نیول کېږي.

په مسکو او سن پیټرزبوګ ښارونو کې د بلوا ضد پولیسو په زوره واټونو کې هغه خلک نیول او موټرو ته یې پورته کول چې نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) په سیمه ییز وخت غرمه مهال د پراخو مظاهرو لپاره راټول شوي وو.

د روسیې لپاره د ازادي راډیو د کرنټ ټایم خپرونې چې په دواړو ښارونو کې یې د مظاهرو صحنې په ژوندۍ بڼه خپرولې، په کې ښکارېدې چې پولیس د مظاهره کوونکو له ډلې خلک راباسي او موټرو ته یې پورته کوي.

د راپورونو له مخې په مسکو کې د نوالنۍ د مېرمنې په ګډون له ۵۲۰ زیات اعتراض کونکي نیول شوي دي.

په مسکو کې پلان شوې مظاهرې وروسته تر دې په ځنډ ترسره شوې چې د دې ښار د ټرانسپورټي شبکو فعالیت ودرول شو.

په سن پیټرزبورګ کې په یوه صحنه کې لیدل کېږي چې یو پولیس د ازادي راډیو د خبریال چې له هغه د یوه مظاهره کوونکي د نیولو د علت په اړه پوښتنه کوي، مخې ته ډنډه نیسي. په دې ښار کې هم له ۲۴۰ زیات مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

په سن پیټرزبورګ کې له ۲۴۰ زیات مظاهره کوونکي نیول شوي.
په سن پیټرزبورګ کې له ۲۴۰ زیات مظاهره کوونکي نیول شوي.

دغه راز د روسیې په لېرې ختیځ او سایبریا کې د سړې هوا او په ښارونو کې د بلوا ضد پولیسو د پراخ حضور سره سره خلک واټونو ته را ووتل او مظاهرې یې پیل کړې.

د 'ovdinfo' وېبپاڼې له مخې د لېرې ختیځ په ولادي واستوک ښار کې له ۱۲۰ او په کراسنا یارسک کې له ۱۹۰ زیات مظاهره کوونکي نیول شوي او دغه راز په یو شمېر نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم د یو شمېر خبریالانو په ګډون د لسګونو کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکول کېږي.

دغه وېبپاڼه چې په روسیه کې د بشري حقونو او سیاسي ځپنې په اړه د یوې خپلواکه رسنۍ په پروژې پورې تړلې، تر اوسه په نننیو پراخو مظاهرو کې د ټولټال د نژدې ۲۳۰۰ مظاهره کوونکو د نیولو خبر ورکوي.

الکسي نوالنۍ چې د پوتین کلک مخالف دی، دوه اوونۍ پخوا له جرمني څخه مسکو ته تر رسېدو وروسته په هوايي ډګر کې ونیول شو.

نوالنۍ د تېر کال د دوبۍ په وروستیو کې په نوویچوک ګازو له مسموم کېدو وروسته د درملنې لپاره جرمني ته تللی و.

تېره اوونۍ هم د ده زرګونو پلویانو د روسیې په ۱۰۰ ښارونو کې مظاهرې وکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG