د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

روسیه کې مظاهرې؛ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر مسکو ضد اقداماتو بحث کوي


په روسیه کې د الکسي ناوالني په ملاتړ لاریونونه
په روسیه کې د الکسي ناوالني په ملاتړ لاریونونه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په خپله غونډه کې د روسیې په وړاندې پر نورو اقداماتو بحث کوي.

بل‌خوا مدني فعالانو پرون یکشنبه وویل، په روسیه کې د مظاهرو پر مهال تر ۳،۵۰۰ ډېر کسان ونیول شول.

دغه کسان د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې په مظاهره راوتلي وو او د کرملېن د توقیف شوي سرسخت منتقد الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

په پرونیو وېډیويي تصویرونو کې ښکاري چې پولیس مظاهره‌چیان په لرګیو ډبوي.

خبري اژانسونه وايي پرون یکشنبه د روسیې په ۱۰۰ ښارونو کې له ختیځ ښار خباروفسک څخه نیولې د بالتیک سمندرګي تر کالیننګراد ښار پورې په زرګونه کسان په مظاهره راووتل.

د روسیې د پولیسو له لوري د معترضانو ځپل
د روسیې د پولیسو له لوري د معترضانو ځپل

ځینې دغه مظاهرې د ولادیمير پوتین د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو پراخې مظاهرې ګڼل شوې دي.

د مظاهره‌چیانو په وړاندې د پولیسو پر ځپونکو اقداماتو انتقادونه هم شوي دي، د فرانسې د بهرنیو وزارت د مظاهرو ملاتړ څرګند کړی او پر روسیې یې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه.

ایستونیا، لاتویا او لتوانیا هم د روسیې پر سختو ځپونکو اقداماتو انتقاد وکړ او له اروپايي ټولنې یې د مسکو په وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په پام کې لري نن دوشنبه په خپله غونډه کې د روسیې په وړاندې د اروپايي ټولنې پر نورو اقداماتو بحث وکړي.

روسیه کې مظاهرې
روسیه کې مظاهرې

د کرملېن د توقیف شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني ډلې ویلي چې دغه مظاهرې به دوام کوي.

د اپوزېسیون د ارقامو له مخې یوازې په مسکو کې تر ۴۰ زرو ډېرو کسانو په مظاهره کې برخه واخیسته، خو پولیس وايي په دغه غیر مجاز لاریون کې د برخه‌والو شمېر کم و.

تر دې مخکې کرملېن د امریکا پر متحده ایالاتو تور ولګاوه چې د روسیې په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

دا تور وروسته له هغې ولګول شو چې په واشنګټن ډي. سي کې امریکايي چارواکو پر مظاهره‌چیانو د پولیسو پر تشدد انتقاد وکړ.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف په خپله پرونۍ مرکه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په څېر تور ولګاوه چې په روسیه کې د امریکا سفارت امریکايي وګړو ته د مظاهرو د ځای په اړه د خبرداري د پیغام په خپرولو سره مظاهره‌چیان هڅولي دي.

مسکو ته له رسېدو سره سم د پولیسو له لوري د الکسي ناوالني نیول کېدل
مسکو ته له رسېدو سره سم د پولیسو له لوري د الکسي ناوالني نیول کېدل

خو د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، داسې نښې نه تر سترګو کېږي چې امریکا دې د شنبې ورځې په مظاهرو کې چې په تېرو کلونو کې په روسیه کې تر ټولو پراخې مظاهرې ګڼل کېږي، کوم نقش لرلی وي.

د مظاهرو په درشل کې د امریکا سفارت پر خپله وېب‌پاڼه خپل ورځنی خبرداری خپور کړ او امریکايي وګړو ته‌یې د ناکراریو د بالقوه خطر په اړه خبرداری ورکړی و.

۴۴ کلن الکسي ناوالني چې له څه مودې یې په جرمني کې درملنه روانه وه، د جنورۍ پر ۱۷مه مسکو ته له ستنېدو سره سم ونیول شو چې تر ۳۰ ورځو پورې یې په توقیف کې د ساتلو امر شوی دی.

XS
SM
MD
LG