د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۵۵

نړۍ

د مسکو یوې محکمې د ناوالني د رسنیو مسووله په بند محکومه کړه

د ناوالني د رسنیو مسووله کیرا یارمیش

د مسکو یوې محکمې د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالني د رسنیو مسووله په نهه ورځې بند محکومه کړې ده.

دې محکمې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) په خپل یوه حکم کې کیرا یارمیش په غیرقانوني اعتراضونو کې چې اپوزیسیون د سبا لپاره پلان کړي دي، د خلکو په هڅولو تورنه کړه.

یارمیش او د ناوالني یو شمېر نور ملګري پرون د جنوري په ۲۱مه ونیول شول.

له بلې خوا اروپايي ټولنې د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د اروپايي شورا مشر شارل میشل پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل: "د ښاغلي ناوالني حقوقو ته باید پوره درناوی وشي. موږ پر روسیې غږ کوو چې نوموړی سمدستي خوشې کړي او د هغه د امنیت ډاډ ورکړي."

ناوالني چې په زهري موادو له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو.

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان- هیومن رایټس واچ له روسیې غوښتي دي چې د ناوالني پرضد غیر قانوني کمپاین بند کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا له چین، روسیې او ځینو پیاوړو هېوادونو سره سیالي ستره ننګونه بولي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ حکومت وایي، له چین، روسیې او یو شمېر نورو پیاوړو هېوادونو سره سیالۍ د امریکا په وړاندې ستره ننګونه ده.

د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې چې پرون خپور شو او د بایډن د ملي امنیت سیاست په‌کې مشخص شوی، چین د نړۍ دوهمه درجه اقتصادي هېواد یاد شوی دی.

په دغه سند کې راغلي، چین د امریکا یوازنی سیال دی چې په اقتصادي، ډيپلوماتیکو، تخنیکي او نظامي امکاناتو سره د نړیوال نظام ثبات ګواښلی شي.

په دغه ۲۴ صفحه‌یي سند کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیه هم هوډ لري خپل نړیوال نفوذ پیاوړی کړي او په نړیواله صحنه کې مخرب رول ولوبوي.

سند کې د ایران او شمالي کوریا په اړه ویل شوي چې دغه دواړه هېوادونه د امریکا د متحدانو او سیمې ثبات ګواښي.

میانمار کې د اعتراض کوونکو ځپل؛ د مظاهرو پر مهال ۳۸ تنه وژل شوي

د میانمار د پوځي واکمنۍ ضد مظاهرې

په میانمار یا پخوانۍ برما کې له پرونیو خونړیو مظاهرو وروسته نن هم دغلته اعتراضونو دوام درلود.

نن زرګونه کسان د دوو لویو ښارونو یانګون او ماندالای سړکونو ته راوتلي و چې پولیسو یې بیا هم د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او ډزې یې پرې وکړې.

پرون د مظاهرو پر مهال ډزو کې ۳۸ تنه وژل شوي چې ملګرو ملتونو دغلته د اعتراضونو له پیل راهیسې دا خونړۍ ورځ یاده کړې ده.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې په میانمار کې پوځ کودتا کړې، دا هېواد تقریباً هره ورځ د مظاهرو شاهد دی او تر اوسه په‌کې د شاوخوا ۵۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

بریتانیا د میانمار د وضعیت په اړه د خبرو لپاره سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د میانمار د پوځیانو په وړاندې پر نورو اقداماتو غور کوي او اروپایي ټولنې ویلي چې پر بې‌وسلې ملکیانو ډزې له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

هاګ محکمې فلسطین کې د شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنه پیل کړه

فاتو بېنسودا، د جرمونو د نړیوالې محکمې '  ICC ' لویه څارنواله

د جرمونو د نړیوالې محکمې ' ICC ' لویې څارنوالې فاتو بېنسودا په فلسطیني سیمو کې د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه رسمي څېړنه پیل کړه.

پر دغې څېړنې اسرائیل او د امریکا متحدو ایالاتونو انتقاد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې متحده ایالات د دغې محکمې پریکړې ژور خواشینی کړی او ورسره کلک مخالف دی.

اسرائیل هم ورته غبرګون ښودلی او دغه څېړنه یې غندلې، خو فلسطینیانو او د بشري حقونو سازمانونو د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې د دغې پریکړې هرکلی کړی دی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې لويې څارنوالې فاتو بېنسودا پرون چهارشنبه وویل چې له پنځو کلونو لومړنیو څېړنو وروسته یې دفتر پریکړه کړې چې په محاصره شوې غزې تړانګه، د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځه تړانګه او ختیځ بیت المقدس کې به د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د پېښو په اړه څېړنه کوي.

کراچۍ کې بلوڅان: ایران دې زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په لسګونو بلوڅانو په یوه اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.

دوی د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د خپلو بلوڅو وروڼو وژنې وغندلې.

دغو اعتراض کوونکو له ایراني چارواکو وغوښتل چې د بلوڅانو پر وړاندې دې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د څارسازمان، هیومن رایټس واچ ویلي، له پاکستان سره پر پوله د ایران په ساروان سیمه کې د فبرورۍ په ۲۲مه لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، خو ښایي د وژل شوېو حقیقي شمېر به له دې زیات وي.

د راپورونو له مخې دغه کسان وروسته له هغې ووژل شول چې وسله والو په سیمه کې د ایران په دولتي ودانیو بریدونه وکړل.

سندو: اروپايي ټولنه به مولدوا سره فساد پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي  

د مولدوا ولسمشره مایا سندو

د مولدوا ولسمشرې مایا سندو ازادي راډيو ته ویلي چې اروپايي ټولنه د دې هېواد د نوي مشرتابه په اړه ښه نظر لري او چمتووالی یې ښودلی چې له مولدوا سره به په قضايي اصلاحاتو او فساد پرضد مبارزه کې مرسته وکړي.

مېرمن سندو زیاته کړه چې مولدوا باید له دې فرصته ګټه واخلي.

نوموړې امریکا کې لوړې زده کړې کړي او په نړیوال بانک کې يې کار کړی دی او د مالدوا په انتخاباتو کې د مسکو ملاتړ لرونکي کاندید ایګور دودان ته یې هم ماتې ورکړه.

مېرمن سندو ژمنه کړې چې د اداري فساد پرضد به مبارزه وکړي او د دې ختيځ اروپايي هېواد اړیکې به له اروپايي ټولنې سره لا پراخې کړي.

سربیا او کوسوو ته د اروپايي ټولنې خبرداری

د کوسوو او سربیا ګډ بیرغونه

سربیا او کوسوو ته د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې که د دې ټولنې غړیتوب غواړي، د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره دې خبرې بېرته پيل کړي.

میروسلاف لایچاک وروسته له دې چې سیمې ته د سفر پرمهال د کوسوو له پلازمېنې پریشتنیا یې لیدنه وکړه، د چهارشنبې(د کب ۱۳مه) په ورځ د سربیا پلازمېنې بلګراد ته ورسېد.

کوسوو په ۲۰۰۸میلادي کال کې له سربیا خپله خپلواکي اعلان کړه، خو بلګراد دا اقدام په رسمیت نه دی پېژندلی.

اروپايي ټولنې د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کولو په هدف منځګړیتوب کړی دی، خو په سپينه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له لیده کاته وروسته په سېپټمبر میاشت کې په بروکسل کې مذاکرات ودرېدل.

میروسلاف لایچیک د سربیا له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره تر لیدو وروسته وویل، اروپايي ټولنه تمه لري چې دواړه هېوادونه مخکې لاړ شي.

عراق کې پر عین‌الاسد هوايي اډې ۱۰ توغندي ويشل شوي

عین‌الاسد هوايي اډه

په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف وایي، دغه هېواد کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې لږ تر لږه ۱۰ توغندي ویشتل شوي دي.

عراق کې د نړیوال ائتلاف ویاند واین ماروتو (Wayne Marotto) نن د مارچ په درېیمه وویل، دغه توغندي نن سهار په ځایي وخت ۷ بجې او ۲۰ دقیقې په الانبار لوېدیځ ولایت کې پر عین‌الاسد اډې لګېدلي دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې هېڅ راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دغې اډې کې عراقي او د نړیوال ائتلاف هغه ځواکونه مېشت دي چې له عراق سره د داعش وسله‌والو ضد مبارزه کې مرسته کوي.

دا بریدونه یوه اوونۍ وروسته تر دې کېږي چې امریکایي الوتکو د سوریې ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

خاشجي؛ بې­ پولې خبریالانو د سعودي چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ

وژل شوی خبریال، جمال خاشقجي

د بې­ پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په جرمني کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي د نورو چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ.

دغې ادارې د سعودي عربستان دغه چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې یې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره د بشریت پر خلاف جنایتونه کړي دي.

دغه شکایت چې په ۵۰۰ مخونو کې برابر شوی، تېره دوشنبه د جرمني په یوه فډرال محکمه کې ثبت شو.

د سعودي عربستان پر ولیعهد او نورو چارواکو دا تور هم لګول شوی چې تر ۳۰ د زیاتو ژورنالېستانو په جبري نیولو کې لاس لري.

د سعودي عربستان ولیعهد مخکې د خاشقجي په وژنه کې خپل هر ډول دخالت رد کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د امریکا یوه استخباراتي ارزونه خپره شوه چې په هغې کې ویل شوي، د خاشقجي «د وژنې یا هم نیولو» عملیات د شهزاده محمد بن سلمان له خوا تصویب شوي وو.

لوکاشینکو: بېلاروس کې 'د قدرت لېږد' امکان نه لري

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو وايي، په دغه هېواد کې «د قدرت انتقال» امکان نه لري.

په بېلاروس کې د اګسټ میاشتې له لومړیو په زرګونو کسان د مظاهرو پر مهال د لوکاشینکو د استعفی غوښتنه کوي. دوی وايي په تېرو ټاکنو کې درغلي شوې ده.

لوکاشینکو پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) په مېنسک کې وویل، په بېلاروس کې د قدرت انتقال امکان نه لري، خو هرڅه به د اساسي قانون مطابق وي.

وروسته له هغې چې الکساندر لوکاشینکو د اګسټ میاشتې پر نهمه ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، د اپوزیسیون تر فشار لاندې دی.

د اپوزیسیون ملاتړي وايي، د دغو ټاکنو ګټونکې د اپوزیسیون کاندیده سویتلانا څیخانوفسکایا ده.

اروپا کې خلکو ته د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین د ورکړې پرېکړه کېږي

د 'جانسن اېنډ جانسن' واکسین

د اروپا د درملو د تنظیم اداره وايي، دوی به راتلونکې اوونۍ په دې اړه پرېکړه کوي چې په اروپا کې خلکو ته د جانسن اېنډ جانسن د واکسین لګولو اجازه ورکړي که نه؟

که په امستردام کې دېره د درملو د تنظیم اداره دغه واکسین چې خلکو ته په یوه ډوز کې ورکول کېږي تایید کړي، دا به څلورم واکسین وي چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې یې لګولو ته اجازه ورکول کېږي.

اروپايي مشران د مارچ پر یوولسمه د جانسن اېنډ جانسن واکسین په باب په ځانګړې غونډه کې پرېکړه کوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۴ میلیونو او ۵۰۰زرو اوښتی دی.

د روسیې سپوتنیک-وي واکسین سلواکیا ته ورسېد

د روسیې د کرونا ویروس ضد سپوتنیک-وي واکسین

سلواکیا ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد سپوتنیک-وي واکسین دوه لکه دوزه ورسېدل. سلواکیا له روسیې سره د دوه ملیونه ډوزه سپوتنیک-وي واکسین د اخیستو تړون کړی دی.

د دوشنبې په ورځ د دې واکسین د لومړۍ برخې تر رسېدو وروسته، د دغه هېواد صدراعظم ایګور ماتوویچ وویل: "دا دوه ملیونه دوزه واکسین به له یو ملیون سلواکیانو سره د دوو میاشتو په ترڅ کې مرسته وکړي. موږ به د شوي تړون له مخې یو ملیون دوزه واکسین ترلاسه کړو. بیا به په مې او جون میاشتو کې یو ملیون دوزه نور ترلاسه کړو."

سلواکیا له هنګري وروسته د اروپایي ټولنې دوهم هېواد دی چې په روسیه کې د کرونا ضد جوړ شوی واکسین ترلاسه کوي. د اروپایي ټولنې د درملو د مؤسسې له لوري لاهم سپوتنیک-وي واکسین نه‌دی تصویب شوی.

امریکا: سعودي دې د خاشقجي قضیه کې نور اقدامات وکړي

وژل شوی خبریال جمال خاشقجي

د امریکا متحدایالاتونو پر سعودي چارواکو فشار زیات کړی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې نور اقدامات وکړي.

د سپینې ماڼۍ په یوه استخباراتي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو راغلي چې د خاشقجي قتل سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تایید کړی و.

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله المعلمي پرون دا راپور رد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) وویل، متحدو ایالاتو سعودي عربستان ته په ډاګه ویلي دي چې د خاشقجي وژنه لا هم امریکا ته د منلو وړ نه ده.

ښاغلي پرایس وویل، امریکا له سعودي غوښتي چې د خاشقجي د قاتلانو بانډ منحل کړي او د هېواد په بنسټونو کې سیسټماټیک اصلاحات راولي، څو په بهر کې د سعودي د حکومت د مخالفینو پرضد د فعالیتونو بندېدل یقیني شي.

پر واشنګټن انتقادونه په زیاتېدو دي چې ولې یې په دې قضیه کې د بن سلمان پر ضد اقدام نه دی کړی، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون دوشنبې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "له تاریخي پلوه د امریکا ولسمشرانو- که ډیموکراتان وو، که جمهوریپال، د هغو هېوادونو د حکومتي رهبرانو پرضد اقدام نه دی کړی چې موږ ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره لرو."

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته تری تم شو او باور دا دی چې همالته وژل شوی او مړی یې له منځه وړل شوی دی.

ملګري ملتونه: د ۱،۷ میلیارد ډالرو مرسته یمن لپاره کافي نه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

ملګري ملتونه وايي، هغه ۱،۷ میلیارد ډالر چې مرستندویو هېوادونو یې ژمنه کړې، په یمن کې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره کافي نه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) په یوه انلاین غونډه کې له نړیوالو مرستندویانو د یمن لپاره د درې میلیارده او اته نیم سوه میلیونه ډالرو د ځانګړي کولو غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه وايي، د یمن نیمايي نفوس چې شپاړس میلیونه وګړي دي، له لوږې سره لاس ګرېوان دي.

حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي په ۲۰۱۴ کال کې پلازمېنه پر صنعا او د یمن د شمال پر سیمو ولکه ټینګه کړه.

امریکا اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي

ارشیف، عکس تئزيني بڼه لري

د امریکا دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه.

پنټاګون په یوه بیان کې وايي، په دې مرستو کې په وسلو سمبالې د ګزمې دوه کښتۍ هم شاملې دي څو اوکراین له هغو په کار اخېستو سره له خپل سمندري قلمرو څخه دفاع وکړای شي.

اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې پرسر له روسیې سره اختلاف لري.

مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا اشغال کړه او له هغه وخته تراوسه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو ملاتړ کوي.

د اوکراین په جګړه کې چې ۷ کاله پرې اوښتي، تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

اوکراین د ډیپلوماتانو یوه شبکه شنډه کړې چې په قاچاق تورن وو

د یوکراین پولیس

د اوکراین د امنیتي خدماتو اداره وايي، د ځینو اوسنیو او پخوانیو ډیپلوماتانو یوه شبکه یې شنډه کړې چې د قیمتي توکو په قاچاق تورن وو.

د اوکراین دغه پخواني او اوسني ډیپلوماتان تورن دي چې د سرو-زرو او بهرنیو اسعارو په ګډون یې د سلګونو-زره ډالرو په ارزښت اجناس قاچاق کړي دي.

د امنیتي خدماتو ادارې پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو ډیپلوماتانو، د ډیپلوماټیکو اسنادو د پوستي خدماتو له سیسټم او ډیپلوماټیکو اسنادو څخه په استفاده، له اروپا اوکراین او له اوکراین اروپا ته اجناس قاچاق کول.

د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

دغې ادارې ویلي چې د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي، د تورنو کسانو شمېر لا روښانه شوی نه دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG