د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

په ميدان وردګ کې د ٩ کسانو د وژنې په اړه ضد او نقيض راپورونه خپرېږي


آرشیف
آرشیف

د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۹ وژلو شویو او ۲۰ کسانو د ټپې کېدو په اړه ضد او نقيض راپورونه خپرېږي.

د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ له رامنځته شوې پېښې وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، یو شمېر غیر مسول وسله وال چې مشرۍ یې یو سیمه يیز قومندان عليپور کوي په پولیسو او ملکي کسانو ډزې کړي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، په دې پېښه کې پولیس او ملکي کسان ټپیان شوي او ۹ نور وژل شوي دي.

خو ددې وزارت ویاند طارق ارین د شنبې په سهار رسنیو ته په استول شوي پیغام کې دغه پېښه داسې بیانوي: "تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یو شمېر غیر مسوله وسله وال او یو شمېر ملکي کسان سره راټول شوي و، له بده مرغه دغه غیر مسئوله وسله والو په ملکي کسانو ډزې کړي او ځیني شهیدان کړي دي او د امنیتي ځواکونو ځيني غړي یې ټپیان کړي."

خو په کابل کې یو شمېر د ولسي جرګې غړو او د هزاره ګانو یوشمېر مشران له دغې پېښې بل روایت لري.

په ولسي جرګې کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ د کورنیو چارو وزارت خبرې ردوي وايي: "امنیتي ځواکونه د سيمې له خلکو سره په جګړه شول، تر اوسه ۱۵۰ نفره له امنیتي ځواکونو سره بندیان دي، که دلته مقاومت شوی و د دواړو طرفونو نه به وژل شوي و خو څوک مسلح نه و، اوس امنیتي ځواکونه هلته دي او جګړه روانه ده. "

آرشیف
آرشیف

بل خوا عبدالغني عليپور چې ځان د مقاومت جبهې مشر ګڼي او کورنیو چارو وزارت یې غیر مسوول وسله وال بولي وايي، په دې پېښه کې لاس نه لري.

د عليپور ویاند محمد حسین توانا وویل: "ټول ملکي کسان دي، هلته د مقاومت جبهې یو کس هم نشته، تر اوس د مقاومت جبهې هیڅ نظامي اقدام نه دی کړی، ان تر دې چې د مقاومت له جبهې حتی یو ډز هم نه دی شوی."

په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي، چې امنیتي ځواکونو د ملکي کسانو په یو راټولېدنې ډزې وکړې.

د ملکي کسانو د راټولېدنې یو ګډون وال حسین فطرت وايي: "موږ د پېښې عیني شاهدان و، موږ پولیسو ته څو ځلي وویل چې تاسو له خپلو ټاکنو راښکته شي خو دوی راښکته نشوه، په لومړي قدم کې امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې او له هغې ورسته زموږ ډیر کسان اسیر شو او ۹ کسه ووژل شول."

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د بهسود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پاتې کېدو د لیل د پوهېدو په اړه راټول شوي وو.

د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان له څو ورځو راهیسې په سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره ځای پرځای شوی.

د سيمې اوسېدونکو څو ځلې د پولیسو د حضور په اړه خپلې اندېښنې قومندان عليپور سره شریکي کړې وې.

په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت ددې پېښې په اړه د یو پلاوي د لېږلو خبره کوي خو د هزاره ګانو یوشمېر سیاسي رهبرانو محمد محقق او کریم خلیلي د اعلاميو په خپرولو سره له بهسود ولسوالۍ د پولیسو د وتلو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG