د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ولسي جرګه د غیر مسوولو وسله‌والو د وسلو راټولولو په اړه د حکومت اقدامات ستايي


د افغانستان ولسي جرګه د غیر مسوولو وسله‌والو د وسلو د راټولولو په اړه د حکومت اقدامات ستايي.

ولسي جرګه په ټول هېواد کې د غیر مسوولو وسله‌والو څخه د وسلو د راټولولو په اړه د حکومت وروستي اقدامات ستايي او ترې غواړي چې په‌دې اړه عملي هڅې پیل کړي.

د دغې جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي ناسته کې وویل، دغو وسله‌والو تل قانون مات کړی او خلک یې ځورولي دي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه افراد او اشخاص چې غیر مسوول وسله‌وال دي، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره هېڅ اړیکې نه‌لري، حکومت باید د دغو کسانو په راټولولو کې عملي اقدامات وکړي، ځکه موږ چې د دغو کسانو له شتونه اندېښنه لرو."

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر غړي او په تېره عبدالقادر قلاتوال د غیرقانوني سپکو او درندو وسلو شتون په هېواد او په تېره په کابل ښار کې د پوښتنې وړ ګڼي او په اړه‌یې د امنیتي ارګانونو مسوولین په بې پروايي تورنوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تمیم شنسب د ده له ساتوونکو سره چې د کورنیو چارو وزارت یې غیر مسوول وسله‌وال بولي، د دوشنبې په ورځ یې د کابل په نوي ښار کې له امنیتي ځواکونو سره ۲۴ ساعته جګړه کړې خو په پای کې د سې شنبې په ورځ تمیم نومې د ده له ۱۸ ساتوونکو سره امنیتي ځواکونو ونیو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په‌دغه نښته کې یو پولیس وژل شوی او شپږ ټپیان شوي دي.

دغه ورازت وايي، د تمیم شنسب درې ساتونکي هم ټپیان دي.

له تمیم نه یو شمېر کلاشنکوفونه، راکټ او پېکا هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، له تمیم شنسب او ساتونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره تمیم شنسب د دفاع د پخواني وزیر رحیم وردک پرکټی دی.

سربېره پردې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ یو سیمه‌ییز قوماندان عبدالغني علي پور چې په غیرقانوني کړنو او له خلکو نه د پیسو په اخېستلو تورن و، د کابل په کلا قاضي کې ونیول شو خو د ده د پلویانو له لاریونونو وروسته د دوشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شو.

په همدې اوونۍ کې د کندز ولایت د پاڅون کوونکو یوه سیمه‌ییز قوماندان نوید خان چې په نویدک مشهور او په وژنو، وسله والو غلاګانو، له خلکو نه د پیسو په اخېستلو، د ځمکو پر غصب او جنسي تیریو تورن و، په تخار ولایت کې امنیتي ځواکونو ونیو او کندز ولایت ته یې ولېږداوه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، ټول غیر مسوولین وسله‌وال به ونیول شي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو لېست ترتیب شوی خو د نومونو په اړه یې څه ونه ویل:

نصرت رحیمی
نصرت رحیمی

"د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو په اړه چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي او له قانوني وسلې نه زیاته لري استخباراتي معلومات لري. د دوی لېست ترتیب شوی، د موضوع په اړه عملي اقدامات شوي او یو یو به ونیول شي."

ځیني کابل ښاریان هم وايي، په ښار کې ورته غیر مسوولو وسله والو ویره پیدا کړې ده.

دوی وايي، که حکومت د دغو کسانو پر وړاندې ژر اقدام ونه کړي، د حکومت او خلکو ترمنځ به فاصله زیاته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG