د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

یونېسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ بې‌وزلو ماشومانو ۵یې د تل‌پاتې خوارځواکۍ نښې لري


په افغانستان کې په یوه روغتون کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې بهیر
په افغانستان کې په یوه روغتون کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې بهیر

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په سوېلي اسیا کې هغه هېواد دی چې د خوارځواکۍ له اړخه ډېر ماشومان په‌کې ژوند کوي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې د خوراکي خوندیتوب له کبله د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بللی.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ یا یونېسف په خپل یوه تازه راپور کې چې د سلواغې په لمړۍ خپور شوی لیکلي، اوس‌مهال په افغانستان کې له هرو ۱۰ بې‌وزلو ماشومانو څخه ۵ یې د تل‌پاتې خوارځواکۍ نه‌بدلېدونکې نښې لري.

په دې راپور کې افغانستان د هغو ۲۳ هېوادونو له ډلې په دوهم مقام کې دی چې د خوراکي خوندیتوب له اړخه په بد حال کې دي.

دا راپور چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ یا یونېسف، د خوراکي توکو او کرنې نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان او د خوراکي توکو نړیوال سازمان له‌خوا چمتو شوی، په‌کې یادونه شوې چې په افغانستان د هرې میاشتې په تېرېدو د هغو ماشومانو شمېر زیاتېږي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

راپور زیاتوي، په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به نږدې یو ملیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ یا یونېسف وايي، د سوېلي اسیا د هېوادونو په کچه، په افغانستان کې د خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو شمېر دوه برابره دی.

د دې دفتر ویاند فریدون ارین زیاتوي: "د سوېلي اسیا په کچه په ناوړه تغذیې اخته ماشومان تر ټولو ډېر په افغانستان کې ژوند کوي. دا شمېر د نورو هېوادونو په پرتله دوه برابره لوړ دی. په افغانستان کې له هرو ۱۰ بې‌وزلو ماشومانو څخه ۵ یې د تل‌پاتې خوارځواکۍ نه‌بدلېدونکې نښې لري."

ارشیف، افغانستان کې بې‌وزله ماشومان پر واټونو د کار کولو پر مهال
ارشیف، افغانستان کې بې‌وزله ماشومان پر واټونو د کار کولو پر مهال

له کرونا وبا سربېره، د بې‌وزلۍ زیاتېدل، جګړه، طبیعي پېښې او ماشومانو ته کمه پاملرنه په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لوی علتونه بلل کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مني چې د بل هر وخت په پرتله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل، کرونا وبا او اقتصادي ستونزې د دې شمېر د زیاتېدو علتونه دي.

ښاغلی تره‌کی زیاتوي: "په افغانستان کې د خوراکي کمښت سلنه ۳۷ ته رسېږي. په ځانګړي ډول هغه سیمې چې لاسرسی ورته کم دی، خوراکي خوندیتوب په‌کې تر ډېره ګواښ لاندې دی."

ارشیف، په کندهار کې د درملنې لاندې په خوارځواکۍ اخته ماشومان.
ارشیف، په کندهار کې د درملنې لاندې په خوارځواکۍ اخته ماشومان.

ملګري ملتونه داسې مهال د افغان ماشومانو د خوراکي خوندیتوب په اړه اندېښنه ښيي چې کرونا وبا دا ګواښ په نورې نړۍ کې هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو په همدې راپور کې راغلي چې د کرونا وبا د اقتصادي اغېزو له کبله د ۱،۹ میلیارده وګړو ژوند سخت اغېزمن شوی دی او همدا ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نږدې دوه میلیارده وګړي د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه داسې مهال د افغان ماشومانو د خوراکي خونديتوب په اړه اندېښنه ښیي چې د جدي یا مرغومې میاشتې په ۳۰مه نېټه له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ولیکل، په افغانستان کې د ۱۸،۴ ملیون تنو له ډلې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۹،۷ مېلیونه‌یې ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG