د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د ملي مصالحې عالي شورا: پر اختلافي مسایلو به د سولې روانو بحثونو کې موافقه کېږي


ارشیف، د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

د ملي مصالحې عالي شورا تمه لري چې د بین‌الافغاني مذاکرو په دوهمه مرحله کې پر اختلافي ټکو ژر سلا وشي چې ورسره سم د لاسه په افغانستان کې «سولې او ثبات» ته زمینه برابره شي.

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو څه کم دوه اوونۍ مخکې یو وار بیا په قطر کې خپلې مذاکرې پیل کړې.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، پر اختلافي مسایلو به په روانو بحثونو کې موافقه کېږي: "د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د سولې مذاکراتو د اجنډا په اړه بحثونه روان دي. د ټولو هغو مسایلو په اړه چې د دواړو لورو ترمنځ ورباندې اختلاف شته او موږ یوه سیاسي جوړجاړي ته د توافق خنډ ایجادوي، دواړه لوري به ورباندې خبرې کوي. هیله‌من یو چې د خبرو اترو په لړ کې ټول اختلافات حل شي او یوه سیاسي توافق ته ورسېږو چې پایله‌یې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او سولې تأمین وي."

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

ځینو خپلواکو بنسټونو چې د سولې روانې مذاکرې له نږدې څاري تر دې مخکې د اختلافي ټکو د ژر حل لپاره د یوې درېیمګړې څارونکې ډلې د رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه.

له دې جملې د سولې ولسي حرکت ویلي وو، د دې لپاره چې د مذاکرو دوهمه مرحله ډېره ځنډنۍ او ټکنۍ نه‌شي، په‌کار ده، یوه درېیمګړې بې‌طرفه ډله ایجاد شي او د لویو اختلافي مسایلو د حل لپاره دې دودیزه لویه جرګه راوغواړي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر زیاتوي: "د اختلافي مواردو د حل لپاره باید یوه مطلقه بې‌طرفه درېیمګړې ولسي ډله وګمارل شي چې د دواړو مذاکراتي ډلو ترمنځ روغه وکړي او دا یو منطقي بحث دی. که درېیمګړې ډلې دا مسئله حل نه‌کړای شوه، لازمه ده چې له همدې درېیمګړې ډلې، د مذاکراتي ډلې او ملګرو ملتونو له استازو یوه ګډه کمېټه جوړه شي او هغه د یوه ځانګړي مېکانیزم له مخې یوه دودیزه لویه جرګه راوغواړي چې ټول اختلافي موارد دغې دودیزې جرګې ته وړاندې کړي، دغې جرګې چې هره پرېکړه وکړه، سیمه‌وال، نړیوال او مذاکراتي ډلې دې دغو پرېکړو ته درناوی وکړي."

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر د دغه حرکت غړو ته د وینا پر مهال
د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر د دغه حرکت غړو ته د وینا پر مهال

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند وايي د ملګرو ملتونو په ګډون یوه نړیواله ډله د سولې د روانو مذاکرو څارنه کوي.

فریدون خوځون، ازادي راډیو ته وویل هغه ټکي چې د نړیوالو د اندېښنې وړ وي، د همدې ډلې له‌خوا حلېږي: "یوه نړیواله ډله، یا د سولې د ملاتړ ګروپ چې پنځه هېوادونه، جمع ملګري ملتونه او کوربه هېواد قطر یې غړي دي، د دې پروسې ملاتړ کوي. ټول مسایل چې نړیوال بعد ولري یا د نړیوالو د همکارۍ موضوع مطرح وي. د سولې د ملاتړ ډله په دې برخه کې همکاري کوي. د دې پروسې د بریا لپاره کافي نړیوال ملاتړ له ځان سره لرو."

دا چې د مذاکرو دوهمه مرحله څومره دوام کو‎ي لا څه ویل تر وخت مخکې خبره ده.

د دولت مذاکره کوونکي هیئت ویلي چې په دغو مذاکرو کې به تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي.

افغان مرکچي پلاوی
افغان مرکچي پلاوی

د مذاکرو لومړۍ مرحله د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شوه چې دواړو مذاکراتي ډلو تر درېیو میاشتو بحثونو وروسته د اصلي مذاکرو پر اجنډا او مقدمې موافقه وکړه.

XS
SM
MD
LG