د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

ښځینه سرتیري: وېره لرو که نظام ته طالبان راشي ارمانونه به مو نیمګړي پاتې شي


افغان ښځینه سرتیري د تمریناتو پر مهال
افغان ښځینه سرتیري د تمریناتو پر مهال

د افغانستان په ملي اردو کې یو شمېر ښځینه سرتیري چې سختې کومانډویې زده کړې کوي وايي، د سړو ترڅنګ به د خپلې خاورې دفاع کوي.

دا ښځینه سرتیري له هغې ورځې وېره لري چې په نظام کې د طالبانو یو ځای کېدو سره د دوی ارمانونه نیمګړې پاتې نه شي.

ماشه په لاس، مریم نورزۍ د هرات په نسبتاً سنتي ټولنه کې له سړو سره یو ځای د کمانډو سخت تمرینات ترسره کوي.

د مریم لپاره په کمانډو کې غړیتوب اخېستل اسانه کار نه و، هغې په دې لاره کې د کورنۍ دوه غړي هم بایللي دي.

په افغانستان یوه ښځینه سرتیرې د تمریناتو پر مهال
په افغانستان یوه ښځینه سرتیرې د تمریناتو پر مهال

نوموړې وایي، خاوند یې دوه کاله وړاندې د بالامرغاب په جګړه کې ټپي شو چې له امله یې اوس په کور ناست دی او لېور یې ۱۴ کاله وړاندې د هرات شینډنډ هوایي ډګر کې په یوه چاودنه کې مړ شوی دی.

نورزۍ اوس د خپل معلول خاوند، څلورو ماشومانو او د لېوره د درېیو ماشومانو سرپرستي په غاړه لري: "خاوند مې هم زخمي دی، ما د سرتیرو د یونیفورم سره د مینې له امله دا دنده واخېسته. موږ د نورو هېوادونو له ښځو څخه نه یو کمې، د یو بل هېواد ښځه راځي او دلته جنګیږي نو موږ ولې دا کار و نه کړو."

طالبانو په امنیتي بنسټونو کې د ښځو شتون په اړه څه نه دي ویلي.

مریم که څه هم د خپلې دندې په اړه خوښه ده خو وایي، له هغې ورځې ډاریږي چې که طالبان له نظام سره یو ځای شي نو د دوی د دوو لسیزو لاسته راوړنې به خاورې شي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د مریم ترڅنګ نورې ښځینه هم د کومانډویې زده کړې کوي.

افغانستان کې ښځینه سرتیري
افغانستان کې ښځینه سرتیري

د دوی له ډلې خاتمه وایي، د طالبانو رژیم ته ستنېدل د منلو نه دي او باید دا ډله په نظامي برخه کې د ښځو حضور ومني: "ښځې ډېرې پیاوړې دي، موږ له هغو ښځو څخه چې د سولې خبرو کې زموږ استازیتوب کوي باید زموږ دفاع وکړي. موږ غواړو کله چې طالبانو له نظام سره يو ځای شي په نظامي برخه کې شتون ولري."

مینا چې تازه یې خپله اتلس کلنه لور هم په اردو کې شامله کړې وایي: "اتلس کاله کېږي چې نظام کې یم، له نظامه مې هېڅ بدي نه ده لیدلې، یو اولاد مې اتلس کلن شو نظام ته مې راوست، اووه نور هم چې لوی شي همدې لارې ته یې راولم."

افغانستان کې ښځینه سرتیري د تمریناتو پر مهال
افغانستان کې ښځینه سرتیري د تمریناتو پر مهال

اوس مهال د ۲۰۷ظفر قول اردو کې ۱۰۵ښځې په نظامي زده کړو او خدمت بوختې دي.

د دې قول اردو قوماندان محمد نادر افضلي وایي، په وروستیو کلونو کې له ملي اردو سره د ښځو مینه زیاته شوې ده: "په هرو درېیو میاشتو کې خپل تمرینونه ترسره کوي او ښوونیز مرکز ته ورپیژندل کېږي. له هغه وروسته کلیو ته د کورونو د تلاشي او نورو کارونو لپاره لېږل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د بین الافغاني خبرو دوهم دور خبرې جریان لري، خو تر اوسه طالبانو په امنیتي بنسټونو کې د ښځو شتون په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG