د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

"په نیمروز کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي ازادانه فعالیت کوي"


ارشیف
ارشیف

په نیمروز ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې سيمې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو لپاره په خوندي سيمو باندې اوښتي دي.

له افغانستان سره د پاکستان او ایران سرحدي سيمې د پخوا په شان د نشه يي موادو د قاچاقو لاره پاته شوې ده، خو دا يوازې نشه يي مواد نه دي چې له دې لارو څخه قاچاق کېږي، بلکې د ايران او پاکستان له لارې هغه کېمیاوي مواد هم افغانستان ته راوړل کېږي چې د هېرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږي.

د نيمروز د ولايتي شورا رئيس باز محمد ناصر وايي چې، د نيمروز پر دښتونو او سرحدي سيمو د دولت د وسله والو مخالفينو واک د دې لامل شوی چې د نشه يي او کېمياوي موادو قاچاقو ته لاره هواره شي.

هغه وویل: " نیمروز له هلمند او فراه ولايتونو، دغه ډول له پاکستان او ايران هېوادونو سره پرانیستي پولې لري، همدا لامل دی چې قاچاق کوونکو دې خوا ته مخه کړې ده، افغان دولت او امنيتی ځواکونه پر دې پراخو دښتو او پولو باندې واک نه لري، دا سيمې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي، ځکه نو موږ په پرله پسې ډول له مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د نيمروز د سرحدي پولیسو تشکيل دې ډېر شي. "

د نیمروز ولايتي شورا څېړنې ښيي چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکو ډېر پام د نيمروز د کنګ او چهاربرجک ولسوالیو ته اړولی دی، ځکه دا دوې ولسوالۍ له پاکستان او ايران سره ګډې پولې لري.

د دې څېړنې له مخې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي له بهرنيو قاچاق کوونکو سره په ګډه همکارۍ فعالیت کوي او د افغان امنيتي ځواکونو په پرتله ډېر امکانات لري.

د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير پرويز سيستاني وايي چې، که څه هم په نيمروز ولايت کې د نشه يي موادو قاچاق ډېر دی، خو بیا هم دوی له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري.

هغه زیاتوي: " موږ په تېرو شپږو میاشتو کې په نيمروز ولایت کې (۲۳۰۰) کیلوگرامه نشه يي مواد نيولي دي، د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تړاو مو (۱۱۰) نفره نيولي او عدلي او قضايي ادارو ته مو سپارلي دي، له دوی سره دوولس موټرونه او پنځه میله ډول ډول وسلې هم نيول شوي دي. "

د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کلنۍ څېړنې ښيي، هر کال چې په افغانستان کې څومره نشه يي مواد جوړېږي، په سلو کې تر دېرشو ډېر يې د پاکستان او نژدې په سلو کې شل يې د ايران له لارې نړيوالو بازارونو ته قاچاق کېږي.

د دې څېړنې له مخې د هغو کېمياوي موادو ډېره برخه هم له ايران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي چې د هيرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG