د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۳۱

د زهرو کاروان

په ننګرهار تر ۳۰۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول 

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې د دوو عملياتو په نتيجه کې تر (۳۰۰) کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

لومړي عمليات چې د جدي میاشتې پر (۹) نېټه د غني خېلو ولسوالۍ د استوګني پر يوه کور وشول، په نتيجه کې يې (۱۴۳) کيلوګرامه چرس تر لاسه شول.

د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي په وينا، دوهم عمليات د دې ولايت په مرکزي سيمو کې وشول چې په نتيجه کې يې (۱۸) کيلوګرامه هيرويين، (۴۵) کيلوګرامه تارياک، (۲۲۵) کيلوګرامه چرس او تر (۲۳) کيلوګرامو ډېره ښیښه ونيوله شوه.

د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور (۲۲) تنه هم نيول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په نيمروز کې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه نیول شوې

ارشیف

په نيمروز ولايت کې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه ونيول شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، د نيمروز پولیسو د جدي د میاشتې پر اتمه نېټه په زرنج ښار کې د يوه کور د تلاشۍ پر مهال (۲۱) کيلوګرامه ښیښه ونيوله. دا ښیښه په دې کور کې د دې لپاره ساتل کېده چې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلورل شي.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو او ساتلو په تور درې تنه له وسلو او مرميو سره نيول شوي دي.

"تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په مجازاتو محکوم شول"

ارشیف

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

د دې مرکز د استيناف محکمو په وروستۍ اوونۍ کې (۳۲) قضيې څېړلي او په نتيجه کې يې د نشه يي موادو (۴۴) قاچاق کوونکي او خرڅوونکي له څلورو کالو څخه نيولې بیا تر شپاړسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل چې، له دې محکومو شويو خلکو سره (۵۰) کيلوګرامه هيرويين، (۳۶) کيلوګرامه مورفين، (۱۶) کيلوګرامه تارياک، (۳۷۳) کيلوګرامه چرس او (۲۰) کيلوګرامه ښیښه نيول شوې وه.

چارواکي: په پکتیا او ارزګان کې لسګونه ګيلوګرامه چرس نیول شوي

ارشیف

په دوو ولايتونو کې د پولیسو د ګډو عملياتو په نتيجه کې لسګونه ګيلوګرامه چرس ونيول شول.

دا عمليات چې د پکتیا او ارزګان ولایتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جدي د میاشتې پر اتمه نېټه وکړل، په نتيجه کې يې (۵۰۰) کيلوګرامه چرس او بنګ د پولیسو لاس ته ورغلل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وايي چې په دې تړاو تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.

مؤحد: د نشه يي توکو ۴۴ قاچاقچیان د زندان په بېلابېلو مودو محکوم شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد مؤحد

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو ۴۴ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

دا ۴۴ تنه چې د نشه يي موادو د ۳۳ قضيو په تړاو نيول شوي وو، څلور يې ابتدائيه محکمې له شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر اتلسو کالو او ۴۰ تنه نور يې استېناف محکمې د زندان په بېلابېلو مودو محکوم کړل.

د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، له دې قاچاق کوونکو سره ۱۰۵ کيلو ګرامه هيروئين، ۱۱۶ کيلوګرامه تارياک، ۱۲۵۰ کيلوګرامه چرس او ۱۳ کيلوګرامه ښيښه نيول شوې ده.

کورنیو چارو وزارت: ۸ ولایتونو کې ۳۰ قاچاق کوونکي نیول شوي

عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان په اتو ولايتونو کې د نشه يي موادو نژدې ۳۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کابل، پروان، ننګرهار، غزني، هرات، بدخشان، کندز او تخار ولايتونو کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۲۸ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول.

دا ۲۸ تنه يې په داسې حال کې نيولي چې پر معتادینو يې نشه يي مواد خرڅول.

له دوی سره تر لسو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد او څه اندازه نغدي پيسې هم نيول شوي دي.

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ۴ قاچقچیان ونیول شول

د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر

څلور تنه د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال ونيول شول.

د دې هوايي ډګر سرحدي پولیس وايي چې په لومړۍ قضیه کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول شول چې غوښتل يې په خپلو خېټو کې يو کيلوګرام هيروئين له هېواده دباندې قاچاق کړي.

په دوهمه قضيه کې دوه تنه داسې مهال ونيول شول چې تر يوه کيلو ډېر هيروئين يې د معلولينو د بايسکل يا ويلچېر په ټايرونو کې پټ ایښي او غوښتل يې د هند پايتخت ډيلي ته يې قاچاق کړي.

ننګرهار کې د نشه يي موادو ۵ قاچاق کوونکي په بند محکوم شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ننګرهار استېناف محکمې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي چې د دې ولايت د استېناف محکمې د لېندۍ د میاشتې پر ۲۵ نېټه د قضايي غونډې په نتيجه کې پنځه تنه چې درې قضيې يې درلودې او تر سلو کیلو ګرامو ډېرو نشه يي موادو سره نيول شوي وو، له يوه کال څخه نيولې بیا تر څلور نيمو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

چارواکي: کابل ښار ته د نشه یي ګولیو د قاچاق په تور ۵ تنه نیول شوي

ارشیف

پنځه تنه په داسې وخت کې ونيول شول چې غوښتل يې نشه يي ګولۍ او نور نشه يي مواد کابل ښار ته قاچاق کړي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال د خيرخانې په کوتل او پلچرخي سيمو کې لس کيلوګرامه چرس او (۱۹۲۲) ټابلیټ کا ګولۍ په دوو موټرو کې ونيولې.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول شول چې غوښتل يې (۱۹) کيلوګرامه چرس د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه کابل ښار ته قاچاق کړي.

په تخار کې د سلګونو نشه يي ګولیو د قاچاقو مخه ونيول شوه

ارشیف

په تخار ولايت کې د سلګونو نشه يي ګولیو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدین رحماني ازادۍ راډيو ته وويل، درې نفره د قوس د میاشتې پر (۱۷) نېټه په داسې مهال کې ونيول شول چې غوښتل يې د ټابلیټ کا په نوم زر دانې نشه يي ګولۍ کندز ښار ته قاچاق کړي.

په يوه بل اقدام کې د تخار ولایت پولیسو د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی د دې ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې له لسو کيلوګرامو چرسو سره نيولی دی.

په هرات کې نژدې دوه سوه کيلوګرامه خاشخاش او تارياک ونيول شول

ارشیف

په هرات ولایت کې نژدې دوه سوه کيلوګرامه خاشخاش او تارياک ونيول شول.

په دې اړه د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده رسنیو ته وويل، لومړي عمليات چې د قوس د میاشتې پر (۱۹) نېټه په ګذره ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو (۱۸۰) کيلوګرامه خاشخاش ونيول.

(۹۵) کيلوګرامه تارياک بیا په داسې وخت کې د پولیسو لاس ته ورغله چې په پام کې وه هرات ښار ته قاچاق کړل شي.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور څلور تنه هم نيول شوي دي.

په ننګرهار کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي مواد تر نيولو وروسته وسوځول شول

ارشیف

په ننګرهار ولایت کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي مواد تر نيولو وروسته وسوځول شول.

لومړي عمليات چې د قوس د میاشتې پر (۱۸) نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو له خوا په خوګياڼو ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې (۲۸) زره کيلوګرامه چرس ونيول شول.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق آرین ازادۍ راډيو ته وويل، دوهم عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په غني خېلو ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې (۱۳) کيلوګرامه هیرويين او (۴۵) کيلوګرامه تارياک ونيول شول.

هرات کې تر ٢٠ کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نيول شوې

آرشیف

د هرات پولیسو تر شلو کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو (۲۴) کيلوګرامه هغه هيرويين ونيول چې د موټر په ټايرونو کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د اسلام کلا له لارې ايران ته قاچاق کړل شي.

پوليسو موټر چلوونکی د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيولی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته يې معرفي کړی دی.

ننګرهار کې تر ٢٠ ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي

آرشیف

په ننګرهار ولايت کې تر شل ټنه ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

دا نشه يي مواد چې د ۱۳۹۸ شمسي کال له پيل څخه بیا د ۱۳۹۹ کال د عقرب تر مياشتې پورې د امنيتي ځواکونو له خوا د ننګرهار ولايت د مرکز او ولسوالیو په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي وو، وسوځول شول.

د ننګرهار امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي ازادۍ راډيو ته وويل، د نشه يي موادو (۵۷۰) قاچاق کوونکي چې له دې موادو سره يو ځای نيول شوي وو، له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي محکمو له خوا محکوم شوي دي.

بدخشان پولیسو تر ٥٠٠کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نيولې

آرشیف

د بدخشان پولیسو تر پنځه سوه کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په خواهان ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۵۳۳) کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

په دې نشه يي موادو کې هيرويين، چرس او تارياک شامل وو.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG