د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

'راکه سګرټۍ نور یې نه څکمه'؛ فعالان: دا ډول سندرې په لوی لاس ځوانان نشو ته هڅوي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

یو شمېر افغان فعالان هغه سندرغاړي ګرم ګڼي چې په سندرو کې په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول د نشه يي مواد ستاینه کوي.

دوی وايي، دا ډول سندرې په لوی لاس ځوانان د نشه يي مواد کارولو ته هڅوي.

د نشه يي توکو اړوند دا سندرې معمولاً په کلیوالو سیمو کې یو شمېر هغه ځوانان په خپلو مجلسونو کې اوري چې له یوې خوا جګړو ځپلي وي او له بلې خوا بې کاره وي.

د ارزګان د مرکز، ترینکوټ ښار یوه بڼ کې څو تنه ځوانان په یوې سرې رنګې 'اېم.پي.تري' کې سندره اوري او ورسره غبرګ د چرسو له سګرټو دودونه باسي.

د دوی له ډلې جمال وايي: "بې کاري ده، کله چې دا سندرې واورو نو بس یاران سګرټی جوړ کړي چې هرځای وي چې دا سندره صرف ووارم بس سګرټي ته اشتها راشي، زه د چرسو په نشه ځکه اخته شوم چې نورو ملګرو به دا سندرې اوریدلې او چرس به یې وهل."

ترینکوټ ښار
ترینکوټ ښار

مدني فعال رحیم الله رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډول سندرې د پخوا پرتله زیاتې شوي او د یو شمېر رسنیو له خوا هم خپریږي.

نوموړی وايي، دا ډول سندرې د ځوانانو لپاره زهر دي او هغوی د بربادۍ خوا ته بیايي: "زموږ او ستاسو په ټولنه کې یو شمېر سندرغاړي د نشه يي توکو اړوند داسې سندرې وايي او یا هم شاعران داسې شعرونه لیکي چې د ځوانانو پر احساساتو لوبې کوي، نشه يي توکو ته یې هڅوي. ځینې سندرغاړې وايي، 'راکه سګریټی نور يې نه څکمه' یو شمېر وايي، 'زما چرسي لاليه'، 'زما بنګې لاليه'، 'راکه یو جام جام"، دغه ډول شیان پر ټولنه زیات منفي تاثیر لري."

د ارزګان پوهنتون استاد عبدلشکور کریمي ازادي راډيو ته وویل، دغه سندرې د دې لامل شوي چې ورسره د نشه يي موادو کښت او تولید زیات شي.

کریمي د رسنیو د مسولینو څخه غوښتنه وکړه چې دا ډول سندرې دې نه خپروي چې په کې د نشه يي موادو مستقیمه یا غیرې مستقمیه ستاینه شوې وي.

نوموړي همدارنګه له سندرغاړو هم وغوښتل چې د ټولنې په وړاندې دې خپل مسولیت ترسره کړي او داسې سندرې دې نه وايي چې د ځوان نسل د بربادۍ سبب شي.

  • سندرغاړې ولې دا ډول سندرې وايي؟

په ارزګان ولایت کې سندرغاړی جیلاني وصال وايي: "دا سندرې موږ ځکه وايو چې خلک يې راڅخه غواړي، زیات شمېر هغه ځوانان چې په نشه يي توکو روږدې وي، ځکه دغه چرس اوس په ټولنه کې داسې عام شوي. نو سندرغاړي د خلکو په غوښتنه سندرې وايي، ما خپله د چرسو په اړه دوه سندرې ویلي."

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین وايي، دا وزارت او د ټولنیزو رسنیو قانون په هېڅ ډول خپریدونکو شیانو باندې د نشر وړاندې سانسور نه لري.

د دې ادارې ویاند صابر مومند د هنرمندانو او شاعرانو څخه غوښتنه وکړه چې هر هغه څه دې وکړي چې د ټولنې لپاره مثبت پیغام ولري.

XS
SM
MD
LG