د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور له ۶۰ زیات دولتي کارکوونکي په حبس محکوم شول


ارشیف
ارشیف

په تېرو دريو مياشتو کې له نشه يي موادو سره د قاچاقو د همکارۍ په تور تر شپېتو ډېر دولتي مامورین نيول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز راپور ښيي چې د دې مرکز محکمو د روان شمسي کال د مېزان، عقرب او قوس په میاشتو کې د نشه يي موادو (۲۳۵) قضيې څېړلي او له دې قضيو سره تړلي (۲۷۸) کسان يې په بند محکوم کړي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد وايي چې د دې محکوم شويو اشخاصو په ډله کې (۶۲) يې هغه دولتي چارواکي دي چې د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال نيول شوي او يا يې د نشه يي موادو له قاچاق کونکو سره همکاري کوله.

له بلې خوا د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار راپور ښيي چې د افغانستان حکومت په ځينو حالاتو کې هڅه کړې چې د پولیسو ځينې هغه قوماندانان پر لوړو دولتي چوکيو، په تېره بيا له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخو کې مقرر کړي چې پخوا يې د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس درلود، خو د امريکا او نورو مرستندويه هېوادونو د فشار په نتيجه کې د دې مقرریو مخه نيول شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادۍ راډيو ته وويل، د کورنيو چارو وزارت د سيګار د ادعاوو په اړه څېړنې پيل کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د کورنيو چارو وزارت د سيګار وروستی راپور مطالعه کوي، په دې اړه خپلې څېړنې کوي او بیا يې موږ نتيجه له رسنیو او خپلو هېوادوالو سره شريکوو."

د کابل د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير د ۱۳۹۹ شمسي کال په لومړیو کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو شبکو د مشرۍ په جرم زنداني شو.

په وروستيو کلونو کې د هوايي ډګرونو د پولیسو د قوماندانانو او مامورينو په ګډون، لسګونه دولتي چارواکي له قاچاق کوونکو سره د همکارۍ په جرم نيول شوي او زنداني شوي دي، خو د سيګار په ګدون مرستندويه ادارې وايي چې اوس هم د پولیسو په ليکو کې لازم اصلاحات نه دي راغلي او د نشه يي موادو قاچاقو ته لاره خلاصه ده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين محمد ظفر وايي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې چندان پياوړې اراده او ژمنه نشته، همدا بې تفاوتي د دې سبب شوې چې د نشه يي موادو کاروبار ډېر شي.

ظفر زیاتوي: " د افغانستان دولت له پخوا څخه بیا تر اوسه پورې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې جدي تعهد نه درلود، ځکه که جدي مبارزه شوې وای اوس به د نشه يي موادو د قاچاقو کچه دومره نه لوړېدای. د طالبانو په ګډون يو شمېر مافيايي ډلې له نشه يي موادو څخه ګټه اخلي، خو له نشه يي موادو سره مبارزې ته هيڅوک هم زړه نه ښه کوي او دا کار د افغانستان د بدنامۍ سبب شوی دی. نشه يي مواد هم د افغانستان په دننه کې او هم له هېواد څخه دباندې د انسان روغتيا ته زيان رسوي. "

له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې پر افغان دولت انتقادونه په داسې وخت کې راپورته کېږي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د نړيوالې ټولنې همکاري د پخوا په پرته کمه شوې ده.

دغه ډول د نشه يي موادو د توليد پر کارخانو باندې د امريکايي ځواکونو د نظامي عملياتو د بندېدو تر څنګ، په افغانستان کې د امريکايانو د بديل معيشيت پروګرامونه هم بند شوي دي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG