د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

بازرس ادارې د ځینو برحالو او پخوانیو چارواکو د فساد دوسیې لویې څارنوالۍ ته واستولې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په ۷ ولایتونو کې له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شویو پیسو کې د فساد دوسیې ور رسېدلي دي.

خوست، کندز، لوګر، بامیان، دایکنډي، پروان او بغلان هغه ولایتونه دي چې تازه‌یې د کرونا لپاره ځانګړې شویو پیسو کې فساد شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، دا دوسیې د افغانستان د بازرس ادارې له‌خوا دوی ته استول شوي او دوی یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

ښاغلی رسولي زیاتوي: "اوس‌مهال دا دوسیې له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ تر څېړنې لاندې دي. اړونده څارنوالۍ په مرکز او ولایتونو کې کمېټې ګمارلي، څو په دې اړه د قانون په رڼا کې په ډېرې چټکۍ سره څېړنې وکړي او له بشپړېدو وروسته به‌یې ټول جزئیات رسنیز شي."

جمشېد رسولي
جمشېد رسولي

د افغانستان لویه څارنوالي په دې اړه ډېر جزئیات نه‌ورکوي چې دوی ته په لېږل شویو دوسیو کې کوم کسان شامل دي، د افغانستان د بازرس ادارې دننه یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم او غږ د نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې څارنوالۍ ته په پېژندل شویو کسانو کې د دې ولایتونو ځیني اوسني او پخواني والیان، مرستیالان او د عامې روغتیا رئیسان شامل دي.

خو د افغانستان د روڼتیا سازمان بیا له اداري فساد سره د افغان حکومت مبارزه نمایشي بولي.

د دې ادارې اجرائیه رئیس سید اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل، هغه دوسیې چې تر اوسه لویې څارنوالۍ ته لېږل شوي، تر اوسه‌یې پایله معلومه نه‌ده.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

ښاغلی افضلي زیاتوي: "لویه څارنوالي او قضا خپله خپلواکي نه‌لري، د همدې خپلواکۍ په نه‌شتون کې د فساد له دوسیو سره سیاسي چلند کېږي. هغه ډول چې د فساد له دوسیو سره باید بې له سیاسي چلند عمل وشي، نه‌کېږي."

د افغانستان لویې څارنوالۍ ته داسې مهال د کرونا لپاره په ځانګړې شوې پیسو کې د فساد په تور ۱۷ تنه نور پېژندل کېږي چې له دې وړاندې هم د بازرس ادارې د یو وزیر، څلور معینانو، اته والیانو او نورو مسؤلانو په ګډون نږدې ۶۰ تنه دې ادارې ته د فساد په تور پېژندلي وو.

خو د نږدې څلور میاشتو له تېرېدو وروسته، بیا هم لویه څارنوالي د دې کسانو د دوسیو د څېړنې او پایلې په اړه څه نه‌وايي.

XS
SM
MD
LG