د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د هرات والي او ځيني نور چارواکي محکمې ته معرفي شول


د هرات والي سید وحید قتالي
د هرات والي سید وحید قتالي

د جمهوري ریاست د پلټنو ادارې چې د هرات والي، د ولایتي شورا درې غړي او څو نور کسان د کرونا پر ضد د مبارزې په بودجه کې په فساد تورن کړي وو، د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ محکمې ته معرفي کړي دي.

د هرات برحال والي سید عبدالوحید قتالي، د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا او د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کروخي، نجیب‌الله محبي او غلام حبیب هاشمي د هغو ۲۱ کسانو په ډله کې دي چې د کرونا پر ضد د مبارزې په بودجه کې د فساد تور پرې لګېدلی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ په دې برخه کې د خپلو څېړنو نتایج اړوندې محکمې ته استولي دي.

جمشېد رسولي
جمشېد رسولي

رسولي زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ د هرات ولایت د قضیې په اړه څېړنې چې د کرونا د لګښتونو په بودجه کې د اداري فساد د تورونو په اړه د پلټنو د ادارې له‌خوا رارسېدلي وو، بشپړې کړي او محکمې ته‌یې استولې دي څو محکمه د افغانستان له قوانینو سره سم په دې اړه پرېکړه وکړي."

د ښاغلي رسولي په وینا د کرونا پر ضد د مبارزې له بودجې څخه د ۲۰ میلیونه افغانیو د اختلاس په دې قضیه کې په نورو تورنو کسانو کې د هرات ولایت د بودجې د امریت یو غړی او د دولتي ادارو څو نور کارکوونکي او همداراز د دوو شرکتونو مسؤلان او استازي هم شامل دي چې ځانګړې څارنوالۍ له محکمې څخه د هغوی لپاره د ټاکلې سزا غوښتنه کړې.

رسولي ونه‌ویل چې د تورنو کسانو لپاره کومې سزاګانې غوښتل شوي، خو یادونه‌یې وکړه چې لویه څارنوالي د محکمې له حکم سره سم پر تورنو کسانو د سزا تطبیق خپل مکلفیت بولي.

د جمهوري ریاست د پلټنو ادارې د تلې میزان په پنځمه وویل چې د کرونا پرضد د مبارزې په بودیجه کې د پراخ فساد په قضیو کې د لاس لرلو په تور د حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. په دې ډله کې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز او د دې وزارت یو برحال او درې پخواني مرستیالان هم شامل وو.

په کرونا اخته شوی کس
په کرونا اخته شوی کس

دې ادارې هغه مهال ویلي و چې په څلورو ولایتونو هرات، بدخشان، نورستان او میدان وردک کې د دوی څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په بودجه کې لسګونه میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG