د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

چک جمهوریت کې د کرونا پېښو له زیاتوالي وروسته عمومي قرنطین تصویب شو


چک جمهوریت کې یو روغتیايي کارکوونکی
چک جمهوریت کې یو روغتیايي کارکوونکی

د چک جمهوریت حکومت دغه هېواد کې د کرونا د پېښو له زیاتوالي وروسته د عمومي قرنطین امر تصویب کړ.

صدراعظم اندرای بابیش نن (د اکټوبر ۲۱مه) یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې سر له سبا به د دوو اوونیو لپاره ټولې غیر ضروري چارې ولاړې وي.

له دې سره به د خوراکي توکو له پلورنځیو او درملتونونو پرته ټول دکانونه، رستورانتونه، میخانې او د خلکو د راټولېدنې ځایونه تړلي وي.

چک جمهوریت تېرو دوو اوونیو کې د کرونا څه باندې یو لک مثبتې پېښې ثبت کړې.

دغه هېواد کې چې نږدې ۱۱ میلیونه نفوس لري پرون نږدې ۱۲ زره پېښې ثبت کړې چې په ورځنۍ کچه تر اوسه تر ټولو لوړې شمېرې دي.

XS
SM
MD
LG