د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کویډ۱۹ له امله نوی خبرداری ورکړ


ارشیف
ارشیف

په اروپا او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګیبریسوس وايي، د شمالي نیم کرې هېوادونه په خطرناکه مرحله کې دي.

ګیبریسوس پرون وویل، په راروانو میاشتو کې به وضعیت نور هم کړکېچن شي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوڅلوېښت میلیونو اوښتی دی.

په دې ویروس په نړۍ کې تر یو میلیونو او څوارلسو لکو زیات کسان مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

XS
SM
MD
LG