د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۳

افغانستان

چارواکي: بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳ لکه افغانۍ غلا شوي

ارشیف، د ملي دسترخوان پروګرام له لوري شوې مرستې

په بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ غلا شوې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې غلا شوي.

چارواکي که څه هم په دې اړه ډېر معلومات نه‌ورکوي، خو وايي چې د غلا شویو پيسو په اړه به څېړنې وشي.

دوی وايي تر اوسه‌یې په تور څوک نه‌دي نیول شوي.

افغان حکومت څه موده وړاندې د څه باندې ۲۴۴ ملیونه ډالرو په ارزښت کرونا ځپلو بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړه، د بېلابېلو راپورونو په اساس په دې بودجه کې د فساد مسئله د خلکو د اندېښنو لامل شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: فراه کې موټربم چاودنې ۲ملکیان ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په فراه ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۲ ملکیان ووژل شول او نږدې ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند، فاروق حضرتي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په ټپیانو کې ۲ پولیس او نور ملکیان دي.

د حضرتي په خبره دغه چاودنه پرون مازیګر پنځه بجه د فراه په لومړۍ ناحیه کې وشوه.

چارواکي وايي، په وژل شوېو کې یو تن ماشوم هم شامل دی.

د ارګ یو سلاکار مرتضوي امید ته:عدالت به چل او ول نه تأمینېږي

د جمهوري ریاست یو سلاکار شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست یوه سلاکار په دایکنډي ولایت کې د کار او توسعې ګوند د مشر له خوا د «جبهه مقاومت دو» په نوم د یوه وسله وال حرکت د پیل په باب عکس العمل وښود.

ذوالفقار امید چې د جنبش روشنايي مخکښ غړی هم دی، د دایکنډي او بامیان په یوه سرحدي سیمه کې په ځینو عکسونو کې تر سترګو کېږي چې تر شا یې په لسګونو غیرمسوول وسله وال ولاړ دي.

ښاغلي امید لیکلي چې دغه وسله وال په مسلکي ډول روزل شوي چریکان دي چې د تبعیض، بې عدالتۍ او د امنیت د ټینګښت د څرنګوالي په وړاندې د مبارزې لپاره یې عمومي غونډې پیل کړي دي.

خو د جمهوري ریاست یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي په ځواب کې پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې عدالت به چل او ول نه تأمینېږي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړې، ذوالفقار امید د یوه سیاسي ګوند مشر دی چې د سیاسي ګوندونو د فعالیت د قانون یو شرط د وسله والو ډلو نه درلودل دي.

د بشري حقونو کمېسیون: ښکېل لوري دې د روژې په درناوي اوربند وکړي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو مشر، ذبیح الله فرهنګ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي.

د دغه کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو مشر، ذبیح الله فرهنګ پرون سې شنبه (د وري ۲۴مه) په دې باب ازادي راډیو ته وویل: "روان وضعیت نهیلی کوونکی او ډاروونکی وضعیت دی. سخته اندېښنه لرو چې هره ورځ ملکیان وژل کېږي. دا د اندېښنې وړ ده. د خلکو غوښتنه دا ده چې دواړه اړخونه سوله وکړي او اوربند اعلان کړي."

تردې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار او نورو چارواکو د روژې په لومړۍ ورځ په هېواد کې د عمومي اوربند غوښتنه کړې وه.

خو طالبانو له دې غوښتنې سره- سره په افغانستان کې د اوربند ټینګښت ته غاړه نه ده ایښې.

افغان سوله؛ ترکیه: د استانبول غونډه د اپرېل پر ۲۴مه پیلېږي

ارشیف، د ترکیې یوه څنډه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.

دغه وزارت د سې شنبې (د وري ۲۴مه) په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه غونډه به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون ازادي راډیو ته وویل، د دوی مشورې لا نهايي شوي نه دي، ځکه تر هغو نېټه نه شي مشخص کېدلای.

تردې مخکې په رسنیو کې ویل شوي وو چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶ مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶ مه په غونډه کې دوی ګډون نه شي کولی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد یعنې ترکیه، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په عالي او ټول ­شموله ډول دا غونډه جوړوي.

د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتنه کړې ده.

ترکي رسنۍ: استانبول کې د افغانستان سولې کنفرانس د اپرېل ۲۶مې ته وځنډول شو

ارشیف، د ترکیې استانبول ښار یوه څنډه

د ترکيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د اپرېل په ۱۶مه په استانبول کې جوړ شي، د اپرېل ۲۶مې ته ځنډول شوی دی.

د ترکیې خبري رسنیو د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول ویلي، وروسته له دې چې طالبانو وویل چې د اپرېل په ۱۶مه د استانبول په غونډه کې ګډون نه‌شي کولای، د دې کنفرانس لپاره پر نوې نېټې غور وشو چې غالباً به د اپرېل ۲۶مه وي.

ترکیې تېره میاشت وروسته له دې د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه‌توب ته تیاری وښوده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ورڅخه د یوې داسې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلېنکن سره‌یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړې دي.

د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نه‌ده کړې.

اشرف غني او انتوني بلېنکن پر افغان سولې او استانبول غونډې خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پر پروسې او د استانبول پر غونډې خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې نن‌یې د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې د روان بهیر، په ترکیه کې د سولې د کېدونکو خبرو او همداراز د ده او د امریکا د ولسمشر جو بایډن د کېدونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې پوځیانو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلېنکن سره‌یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړې دي.

د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نه‌ده کړې.

بغلان کې د سکرو کان ښویېدو ۵ کارګر مړه کړل

بغلان کې د کرکر د سکرو کان

په بغلان کې د سکرو کان د ښویېدو له امله ۵ کارګر مړه شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت نن رسنیو ته وویل، دا پېښه د نهرین ولسوالۍ په کرکر کان کې شوې ده.

بشارت وايي، مرستندویان سیمې ته رسېدلي چې د مړو په راایستلو کې مرسته وکړي.

داوودزی: پاکستاني چارواکو د سولې بریالیتوب لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ راکړی

د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی

د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وایي، پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي داوودزي پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې په دې اړه چې ایا اسلام‌اباد به پر طالبانو له خپل نفوذ څخه کار واخلي چې د افغانستان د سولې دغه نوې هڅې بریالۍ شي، وویل: "پاکستان ماته اطمینان راکړی چې دوی هغه لازم اثر، رسوخ چې پر طالبانو یې لري، له هغې نه په استفادې طالبان تشویق کړي چې د افغانستان له دولت سره با مفهومه مذاکراتو ته راوړاندې شي."

خو ښاغلي داوودزي دا هم وویل چې پاکستان طالبانو ته مشوره ورکولای شي، بلکې امر ورته نه‌شي کولای.

هغه همداراز وویل چې طالبان او پاکستاني چارواکي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

طالبان د دوحې تړون له مخې تر مې میاشتې د ټولو امریکایي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، خو پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان وضعیت ته په کتو باید دغه ځواکونه په مسؤلانه ډول له دې هېواده ووځي.

د بشپړو شویو پروژو پر حفظ او مراقبت د اشرف غني ټینګار

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د بشپړو شویو پروژو پر حفظ او مراقبت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې مسؤل چارواکي باید دې اصل ته جدي پام وکړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د ښاري ودې او لار جوړولو د اوونۍ د پروګرام د پرانیستلو په مناسبت یوې غونډې ته وکړې.

ښاغلي غني زیاته کړه: "که د دغو پروژو ساتنه ونه‌شي، دا ضایع کېږي. ضرورت د دې دی چې زموږ ټرانسپورتران په یوه واضح، ملي تړون سره له موږ سره راشي. دا سړکونه ۶۰ ټنو، ۸۰ ټنو، ۱۰۰ ټنو ته نه‌دي جوړ شوي."

د دغه پروګرام په ترڅ کې په ولایتونو او کابل کې د فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او د پلازمېنې د زون د پراختیا د ادارې له لوري د سړکونو او پلونو په ګډون په لسګونه رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې کېږي.

ولسي جرګې د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې تالار

د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه نن د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمېسیون وایي چې د قانون دغه طرحه د هېواد اساسي قانون د ۱۱۶مې او ۱۲۳مې مادو په رڼا کې چمتو شوې چې اساسي هدف‌یې د محاکمو د تشکیل او صلاحیت، د قضاتو د ذاتي چارو او د قضاتو سرغړونو او جرمونو ته د رسیدګۍ د بڼې د اړوند چارو تنظیمول دي.

د دغه کمېسیون مشر محمد رحیم علي‌یار د دوشنبې ورځې له عمومي جلسې وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې کې د قضائیه قوې د تشکیل او واک په تړاو د یاد قانون طرحه خورا اغېزناکه وبلله.

بل‌خوا د افغانستان سترې محکمې هم د ولسي جرګې له دې پرېکړې هرکلی کړی او تمه‌یې ښودلې چې مشرانو جرګه هم دغه طرحه تأیید کړي چې بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.

خلیلزاد: سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، کابل کې يې د سفر له پای ته رسېدو مخکې په همدې تړاو د ښځو د حقونو له ملاتړو او دیني علماوو سره یوه بحث کې ګډون کړی دی.

خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي او په خبره‌یې مېرمنې او په ځانګړې توګه هغه چې دیني زده‌کړې یې کړي، دې بهیر کې اغېزمن رول لوبولی شي.

له دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد ۴ ورځنی سفر ګټور و.

د دې سفر پر مهال نوموړي له بېلابېلو خواوو سره د استانبول کنفرانس پر چمتووالي خبرې وکړې.

طالبان: د ترکیې کنفرانس ته چمتو نه‌یو

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړي

طالبانو ویلي، دوی د اپرېل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې کنفرانس ته چمتو نه‌دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم نن ازادي راډيو ته وروسته تر دې دا خبره وکړه چې افغان چارواکو پرون وویل، د همدې اوونۍ په وروستیو کې دا کنفرانس جوړېږي.

په دې اړه سملاسي نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

پامیر قول اردو: د پلخمري-سمنګان پر لویه لاره ۱۲ طالبان ووژل شول

بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د پلخمري-سمنګان پر لویه لاره‌یې ۱۲ طالبان وژلي او نهه تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د پامیر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان فرید اغا سیدخېلي رسنیو ته ویلي، دغه طالبان نن د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

ښاغلی سیدخېلي زیاتوي: "نن مو د اخاذیو په سیمه کې د دښمن پر ثابتو اهدافو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل، د دوی درې قرارګاوې سره له تجهیزاتو له‌منځه تللي او څه باندې ۲۰ تنه‌یې وژل او ټپیان شوي دي."

سیدخېلي ونه‌ویل چې د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او که نه.

طالبانو هم تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

اشرف غني: حاضر یو چې خپله موده د سولې لپاره لنډه کړو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله سختو پرېکړو او قربانیو ته اړتیا لري او په خبره‌یې دی او ملګري یې دې قربانۍ ته چمتو دي.

ښاغلي غني په یوه وېډیویي پيغام کې چې نن د افغانستان ملي ټلوېزیون خپور کړی یو ځل بیا ویلي چې دوی د خپل واک موده رالنډوي او ټاکنو ته لاره برابروي.

ښاغلی غني زیاتوي: "حاضر یو چې خپله موده چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره لنډه کړو، غواړو چې ژر تر ژره عادلانه او هر اړخیز انتخابات د بین‌المللي ټولنې تر نظارت لاندې وشي چې موږ ملي اقتدار نورو ته تسلیم کړو."

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی به راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند نه‌کړي.

ښاغلی غني داسې مهال د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي چې تازه د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له‌خوا افغان دولت او طالبانو ته په سپارل شوې طرحه کې ویل شوي، یوه انتقالي اداره به ټاکنو ته لاره برابروي.

له دې سره هم‌مهاله ټاکنو کمېسیون هم ویلي، د ملګرو ملتونو په مرسته‌یې د دغه سازمان ۱۵ سلاکارن او نړیوال متخصصان ګمارلي او د همدې میاشتې تر پای پورې به دندې پيل کړي.

معلومه نه‌ده چې د ټاکنو د نړیوالو متخصصانو ګمارنه د ټاکنو لپاره له نویو پيل شویو هڅو سره تړاو لري او که نه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG