د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د ټرمپ ټویټر حساب د نور تاوتریخوالي د پارولو په پار دایمي بند شو


د ټرمپ ټویټري حساب بند شو.
د ټرمپ ټویټري حساب بند شو.

ټویټر په یوه بیان کې چې پرون د جنوري په اتمه خپور شو ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو ټویټونو او د هغو د فحوا له څېړنې وروسته په تېره دا چې له دې ټویټونو کومه مانا اخېستل کېږي او څنګه تعبیرېږي، د هغه د ټویټر حساب د تل لپاره بندوي، ځکه د نور تشدد د پارېدلو خطر پېښوي.

د ټویټر د پرونۍ پرېکړې په نتیجه کې د متحدو ایالاتو تر ټولو جګپوړی انتخابي چارواکی خپلو څه باندې ۸۸،۷ میلیونه فالوورانو ته د مستیقمو پیغامونو له رسولو بې برخې کېږي.

ټویټر د جنوري په شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له خونړي برید وروسته د ټرمپ اکاونټ د ۱۲ ساعتونو لپاره بند کړ او خبرداری یې ورکړ چې که بیا له اصولو سرغړونه وکړي نو حساب به یې د تل لپاره بند شي.

د ولسمشر ټرمپ پلویانو په کانګرس ودانۍ یرغل وروستو له امله هم د ټویټر ادارې د نوموړي حساب ۱۲ ساعته بند کړی و.
د ولسمشر ټرمپ پلویانو په کانګرس ودانۍ یرغل وروستو له امله هم د ټویټر ادارې د نوموړي حساب ۱۲ ساعته بند کړی و.

ټویټر له ډېرې مودې راهیسې ټرمپ او د نورو هېوادونو مشرانو ته له ځینو اصولو په دې فکر د معافیت اجازه ورکړې وه چې دا به د عوامو په ګټه وي او د هغو پیغامونه به ډېرو خلکو ته ورسېږي.

د ټویټر ادارې په بیان کې د ټرمپ دوه پیغامونه د مثال په ډول یاد شوي چې په یوه کې دی ۷۵ میلیونه امریکایانو ته چې ده ته یې رایې ورکړې دي خطاب کوي او وایي چې د هغوی رسا غږ به تر ډېره د امریکا په راتلونکي کې خوندي وي او په بل یوه کې یې لیکلي دي چې دی به د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست رسمي اکاونټونه لاهم فعال دي، خو د جنوري په شلمه د نوي ولسمشر د کار له پیل وروسته به بند شي.

له پرونۍ پرېکړې وروسته ټرمپ هڅه وکړه چې د حکومت د ټویټر له دوو رسمي حسابونو کار واخلي خو پیغامونه یې ډیلیټ شول.

ټرمپ په یوه پیغام کې چې وروسته ډیلیټ شو، لیکلي چې د دوی غږ به خاموش نه شي.

هغه ویلي چې ټویټر د بیان د ازادۍ لپاره کار نه کوي او زیاتوي چې دی په نژدې راتلونکي کې د خواله رسنیو د خپلې شبکې د جوړولو په اړه غور کوي.

د ټرمپ زوی- ځوان ډونالډ ټرمپ دا اقدام د بیان پر ازادۍ برید بللی او لیکلي یې دي چې ایت الله او نور مستبد رژیمونه د سلامتو هېوادونو د له منځه وړلو له ګواښونو سره سره ټویټر حسابونه لرلی شي او ستونزه نه لري، خو د امریکا د ولسمشر حساب باید د تل لپاره بند شي.

ولسمشر ټرمپ له خپل ټویټر حساب څخه د خپلو ویناوو او پالیسیو د اعلان او شکایتونو په مقصد کار اخېست، خو د هغه منتقدان وايي چې ټرمپ اکثرا په خپلو ټویټونو کې کرکه او ناسم معلومات خپروي او تاوتریخوالی پاروي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG