د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ډونالډ ټرمپ: د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوم


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټرمپ به د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې برخه وانه خلي.

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د جنوري په اتمه) ټویټ وکړ چې هغه به د جنوري په شلمه د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه د جوبایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

دا به څلورم ځل وي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې تلونکی ولسمشرد خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي.

ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې د هغو خلکو دفاع کړې چې ده ته یې رایه ورکړې.

هاخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ټوېټ کې خبر ورکړ چې له منتخب ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزارت له راتلونکي نوماند انتونتي بلینکین سره یې ولیدل.

هغه د لیدنې هدف دا بللی چې د واک منظم انتقال اسانه شي او دا یقیني شي چې په بهر کې د امریکایانو ګټې خوندي وي.

ښاغلي پمپیو زیاته کړې چې لیدنه یې ډېره رغنده وه او د انتقال په بهیر کې به د امریکا په استازیتوب ګډ کار ته دوام ورکوي.

د امریکا د برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلویان چهارشنبه د کانګرس په ودانۍ ور ننوتل چې له پولیسو سره په اخ او ډب کې څلور تنه ووژل شول.

تازه د هغه پولیس د مړینې خبر هم تایید شوی چې په اخ او ډب کې ټپي شوی و.

XS
SM
MD
LG