د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

جوبایډن: پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید د امریکا د تاریخ تیاره ورځ وه


 جوبایډن وايي دا کسان معترضان نه بلکې باید بلواګر وبلل شي.
جوبایډن وايي دا کسان معترضان نه بلکې باید بلواګر وبلل شي.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن وايي، د متحدو ایالاتو د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو برید پر ډیموکراسۍ برید و.

د چهارشنبې(د مرغومي ۱۷مه) په ورځ هغه مهال چې د استازو جرګې غوښتل د راتلونکي ولسمشر په توګه د بایډن د تایید په اړه بحث وکړي د ولسمشر ټرمپ یو شمېر قهرجن پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره لاس ګرېوان شول.

ښاغلي بایډن پرون ناوخته وویل چې دا د امریکا د تاریخ تر ټولو تیاره ورځ وه او پر کانګرس برید پر ډیموکراسۍ برید و.

هغه زیاته کړه چې دا کسان معترضان نه بلکې باید بلواګر وبلل شي: "هغوی معترضان نه وو. ګورئ چې هغوی ته معترضان ونه وایاست. دا کسان بلواګر، یاغیان او کورني تروریستان وو."

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

د دې برید پر مهال د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان ووژل شول او امنیتي چارواکو مرستیال ولسمشر مایک پنس او د کانګرس غړي چې په غونډه کې د ګډون لپاره راټول شوي وو، له ودانۍ وایستل.

په همدې حال کې د امریکا د عدلیې سرپرست وزیر د هغو کسانو د محاکمې ژمنه وکړه چې په دې برید کې یې لاس درلود.

جیفري روسېن په هغه بیان کې چې پرون د لویې څارنوالۍ له خوا خپور شو ویلي، د عدلیې وزارت ژمنه کوي چې د امریکا پر حکومت او د قانون د تنفیذ پر قواوو د برید مسوول کسان به محاکمه کوي.

په بیان کې یادونه شوې چې دا کسان به د قانون په رڼا کې د خپل عمل پوره ځواب وايي.

په بیان کې راغلي دي چې جنایي څارنوالانو پر کانګرس له حملې وروسته ډېر کار وکړ، څو دې قضیه کې د دخیلو کسانو په اړه اسناد او شواهد راټول کړي او هغه کسان تشخیص کړي چې دا پلان یې جوړ کړی و.

هغوی معترضان نه وو. ګورئ چې هغوی ته معترضان ونه وایاست. دا کسان بلواګر، یاغیان او کورني تروریستان وو

بیان زیاتوي چې په را روانو ورځو کې به په دې برید کې د لاس لرلو په تور نور کسان هم ونیول شي.

په واشنګټن کې د وروستیو نارامیو په دوام او وروسته له دې چې کانګرس د راتلونکي ولسمشر په توګه د بایډن بریا تایید کړه، ولسمشر ټرمپ د واک د سوله ییز انتقال ژمنه وکړه.

ټرمپ پرون د جنوري په اوومه په یوه بیان کې وویل، که څه هم دی د انتخاباتو له نتیجې سره قطعاً مخالف دیخو د جنوري په شلمه نېټه به د واک لېږد په منظم ډول ترسره شي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې تر ډېره منزوي شوی او یوازې پر څو وفادارو ملګرو تکیه کوي او د مرستیال ولسمشر مایک پنس په ګډون هغو کسانو ته چې له ده سره مخالفت کوي سخت په غوسه کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG