د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د ايرلنډ سره د کرکټ سياليو لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه


د ايرلنډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سکواډ
د ايرلنډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سکواډ

د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلنډ پر وړاندې د ٣ نړيوالو پنځوس اوريزو لوبو ١٦ کسيزه لوبډله د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ اعلان کړه.

د روانې ميلادي مياشتې په اتلسمه نېټه افغانستان له ايرلنډ سره درې پنځوس اوريزې د کرکټ نړيوالې لوبې کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وويل، چې ملې لوبډله به ډېر ژر له افغانستانه عمان ته د دې سياليو د ترسره کېدو په هدف روانه شي.

هغه وايي: "د افغانستان کرکټ بورډ نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د ايرلنډ هېواد سره د دريو نړيوالو پنځوس اوريزو لوبو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه، لوبډله ټول اړخونو ته په کتو سره اعلان شوې او ډېر ژره به عمان هېواد ته د سياليو د ترسره کېدو په هدف لاړه شي."

ښاغلی هوتک وايي، لوبډله له پوره چمتوالي سره دغه سياليو ته ځي.

د ايرلنډ پر وړاندې لوبو ته اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نوين الحق، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، عثمان غني، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، سيد احمد شېرزاد، نجيب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي، راشد خان (مرستيال لوبډلمشر)، محمد نبي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان او شرف الدين اشرف غوره شوي دي.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب عمان هېواد کې ترسره کېږي.

خو په ورته وخت کې د کرکټ يو شمېر مبصرين بيا نوي اعلان شوي نوملړ ( سکواډ) ته خوښي نه څرګندوي.

د کرکټ په چارو کې پوه او ورزشي خبريال ابراهيم مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "اعلان شوي سکواډ کې نوي لوبغاړي نه شته او که شته هم هغه کسان دي چې د نړېوالو لوبو تجربه نه لري، بله خبره دا ده چې کينول شوي لوبغاړي په کوم اساس کينول شوي، اصلاً په دې برخه کې وضاحت نه شته‌."

د ښاغلي مومند په خبره په ټوله کې د غوراوۍ کمېټه په دې برخه کې سلقوي چلند کوي.

خو دا هغه نيوکې دې چې په تېره کې هم شوي او د افغانستان کرکټ بور ناسمې بللې دي.

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ مياشتې په ١٨مه نېټه پيلېږي، چې دا سيالۍ د کرکټ نړېوالې شورا ( اى سي سي ) د سوپر ليګ برخه ده، يعنې راتلونکي نړيوال جام ته د لارموندنو په موخه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG