د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

عمران خان د افغانستان کرکټ لوبډلې ته د دې هېواد د سفر بلنه ورکړې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د پاکستان د کرکټ بورډ اجرايي رييس وايي، د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

وسیم خان پرون (دوشنبه) وویل چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره به ژر تماس ونیسي چې پاکستان ته د افغان لوبډلې د سفر پر امکاناتو ورسره خبرې وکړي.

ده همداراز ویلي چې د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونه به په ګډه د کرکټ سیالۍ تنظیم کړي.

د پاکستان صدراعظم تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته راغی.

XS
SM
MD
LG