د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته جوړ شو


د افغانستان د پوهنې وزارت
د افغانستان د پوهنې وزارت

د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت د بیا جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، د ولسي جرګې د ځینو غړو، دیني عالمانو او عامو خلکو د غوښتنو له مخې، د اسلامي تعلیماتو معینیت چې د دغه وزارت له نورو څانګو سره یوځای شوی و، بېرته ترې جلا او د جوړېدو طرحه‌یې ولسي جرګې ته واستول شوه.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، د پوهنې د سرپرست وزیرې د وړاندیز او د جمهوري ریاست د حکم له مخې، د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته رامنځته شو.

اغلې ارین زیاتوي: "د پوهنې وزارت د پېشنهاد او د جمهوري ریاست د مقام د منظورۍ پر بنسټ، د اسلامي تعلیماتو تشکیلاتي جوړښت بېرته په دغه وزارت کې رامنځته شو، د دغه معینیت د تشکیلاتو طرحه زموږ له‌خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه."

د ښوونځي یو شمېر افغان زده‌کوونکي
د ښوونځي یو شمېر افغان زده‌کوونکي

اغلې ارین وویل، په دغه طرحه کې د یوې ښځې په ګډون د پنځو غړو په لرلو سره، د اسلامي تعلیماتو عالي اجرائیوي شورا او د اسلامي تعلیماتو د معینیت بېرته رامنځته کېدل شامل دي.

د پوهنې وزارت، د اسلامي تعلیماتو د بېرته رامنځته کېدو دلیل، د ولسي جرګې د ځینو غړو، دیني عالمانو او عامو خلکو غوښتنه په ګوته کړې ده.

دغه وزارت مخکې له دې، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت، عمومي تعلیمات، د سواد د زده‌کړې او تعلیمي نصاب ادارې، د ښوونې او روزنې د معینیت په نوم معینیت کې شاملې کړې چې دا پرېکړه د ولسي جرګې د غړو او ځینو خلکو له انتقادونو سره مخ شوه.

یو شمېر خلکو د پوهنې وزارت دا پرېکړه د ولسي جرګې له‌خوا د رنګینې حمیدي د ردېدو لامل هم ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د یوه لیک په لاسلیک کولو سره، د پوهنې وزارت په جوړښت کې د اسلامي تعلیماتو پر ځای پاتې کېدل غوښتي و او دغه شان یې له لومړي تر درېیم ټولګې پورې په جوماتو کې د زده‌کوونکو له زده‌کړو سره مخالفت ښودلی و.

XS
SM
MD
LG