د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

صبح کابل: له زده کوونکو باید د سیاسي وسیلې په توګه ګټه وانخیستل شي


ارزګان کې د يوه ښوونځي زده کوونکي-ارشيف
ارزګان کې د يوه ښوونځي زده کوونکي-ارشيف

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د پوهنې وزارت په نوې طرحې او قطر کې له خبرو سره مهاله د جګړو پر زیاتېدو لیکنې او تبصرې کړې دي.

صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې د پوهنې وزارت پر نوې طرحې نیوکه کړې ده.

ورځپاڼې ټینګار کړی، چې له زده کوونکو باید د سیاسي وسیلې په توګه ګټه وانخیستل شي.

ورځپاڼې لیکي، چې د پوهنې وزارت له لومړي تر درېیم ټولګي پورې جوماتونو ته د زده کوونکو د تدریس د انتقال نوې پرېکړه دقیق هداسې مهال اعلانوي، چې د سولې د خبرو پر کړنلاره په دوحه کې د افغان او طالب پلاوي له هوکړې یوازې څو ورځې تېرېږي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم یاد وزارت لیکلي، چې دغه پرېکړه په هغو سیمو کې پلي کېږي چې ښوونځیو ته په کې لاسرسی نه شته خو د لېکوال په باور اړتیا ده چې په دې اړه له سره کتنه وشي.

دې طرحې په تولنیزو رسنیو کې هم ګڼ غبرګونونه راپارولي خو د مخالفینو تر څنګ یو شمېر موافقین هم لري.

مسير

مسیر ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له منځه وړی او څو معینیتونه یې سره یو ځای کړي او ویلي، چې له دې وروسته به له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده‌کوونکي د ښوونځي پر ځای جومات ته ځي او هلته به زده کړې کوي.

ورځپاڼې په پوهنې وزارت کې د دغو بدلونونو او وروستیو پرېکړو تر شا اصلي لامل اقتصادي ستونزې یادې کړي لیکلي، چې دغه ټول بدلونونه او پرېکړې پر اقتصادي مسایلو را څرخي او نور دلایل یوازې د توجیه لپاره راوړل کېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا واقعیت دا دی، چې بهرنۍ مرستې په شدت سره کمېږي او حکومت اړ دي چې خپل لګښتونه کم کړي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي، دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې يو شمېر کسانو هيله ښودله چې ګنې د قطر مذاکاتو کې پرمختګ به په افغانستان کې د دايمي او ډېر ژر اوربند لامل شي.

ورځپاڼې د کندهار د دامان په څېر ګڼې نورې پېښې هم بشري جنايت بللی او لیکلي د دې ترڅنګ د جګړې دوام هم تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله لري.

د لیکوال په وینا، دغه حالت ته په کتو لا هم نړيوال فشار ته اړتيا ده، په دې مانا چې نړیواله ټولنه باید د حقيقي او واقعي سولې لپاره پر طالبانو او د هغوی په ملاتړيو فشار راوړي.

XS
SM
MD
LG