د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

له افغانستانه په چټکۍ د امریکايي سرتېرو د وتلو د مخنیوي طرحه


په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یو انځور- ارشیف
په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یو انځور- ارشیف

د امریکا د کانګرس غړیو د ۲۰۲۱م کال د ملي دفاعي صلاحیت د قانون په طرحه کې یوه داسې برخه هم شامله کړې چې کولی شي، له افغانستان څخه په چټکۍ د امریکايي سرتېرو د وتلو مخه ونیسي.

د دې قانون طرحې افغانستان کې د نورو امریکايي سرتېرو د کمولو په اړه د امریکا پر دفاع وزارت سربېره د نورو حکومتي ادارو نظرونه هم لازمي بللي دي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ م کال کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو اوږد موجودیت پای رسوي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

په دې هېواد کې د ۲۰۲۰م کال د پیل راهېسې د امریکايي سرتېرو شمېر له شا او خوا ۱۳زرو څخه تېره میاشت ۴۵۰۰ ته راښکته شو.

د ټرمپ ادارې ویلي، د جنورۍ د میاشتې تر ۱۵ مې نېټې به دا شمېر ۲۵۰۰ سرتېرو ته راکم شي.

خو که د امریکا د ملي دفاعي صلاحیت د قانون دا طرحه تصویب شي، نو تر هغې چې پنټاګون او د امریکا د حکومت نورو ادارو په جزییاتو راپور نه وي ورکړی چې په افغانستان کې په لږ شمېر د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل به د امریکا ملي امنیت او نورو مسئلو باندې اغېز نه کوي، کانګرس کولی شي د افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو بودیجه بنده کړي.

د امریکا سټارز اینډ سټرایپز ورځپاڼه چې د دې هېواد د پوځي مسئلو په اړه لیکنې کوي د قانون د دې طرحې په حواله وايي،که چېرې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۴۰۰۰ څخه کمېږي نو کانګرس ته به د دا ډول راپور سپارل ضروري وي.

پخوانی افغان ډیپلوماټ او د اتلانتیک په شورا کې څېړونکی عمر صمد وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر د کمولو په اړه په امریکا کې دننه موافق او مخالف نظرونه له مخکې وو.

د نوموړې په وینا، اوس د امریکا کانګرس د راتلونکې کال د پوځي بودیجې په طرحه کې هم په دې اړه یو شرط رامخې ته کړی دی، څو ولسمشر ټرمپ ونه توانیږي په یو اړخیزه توګه له افغانستان څخه زیات شمېر امریکايي سرتېري وباسي.

ښاغلی صمد وايي، افغانستان کې د سرتېرو د کمولو په وړاندې محدودیت د امریکا د کانګرس له خوا د نظامي بودیجې د تایید د یوې لویې طرحې وړه برخه ده، هغه طرحه چې باید راتلونکو ورځو کې تصویب شي.

د عمر صمد په وینا څو دا تصویبیږي هغه څه چې ټرمپ یې پریکړه کړې مخکې ځي، خو د دې امکان شته چې په یوه مرحله کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو مخه ونیسي."

نوموړي زیاته کړه: "که داسې وشي، امکان لري چې افغانستان کې د پاتې کېدونکیو امریکايي سرتېرو شمېر تر دوه نیم زرو چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي زیات شي او یا په اوسنۍ مرحله کې چې څلور څلور نیم زره دي پاتې شي."

سټارز اینډ سټرایپز وايي، په داسې حال کې چې د امریکا د استازو جرګې او سنا مرکچیان خپلو کې د دې دفاعي طرحې په وروستۍ مسوده سلا شوي، کانګرس په یو راپور کې ویلي، حکومت د اساسي قانون له مخې مسولیت لري چې کانګرس او د امریکا خلکو ته په منظمه توګه او پر وخت په افغانستان کې د امنیتي عملیاتو او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د سرتيرو نور کمول باید د متحدانو او افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي.

په ۲۰۲۱م کال کې د ملي دفاعي صلاحیت د قانون طرحې همدارنګه د دې منظمه ارزونه لازمي بللې چې ایا طالبان پر هغه تړون عمل کوي کنه چې د فبرورۍ په میاشت کې یې له امریکا سره لاسلیک کړی دی.

د قانون دا طرحه مخکې له دې چې سپینې ماڼۍ کې د ټرمپ لاسلیک ته ولاړه شي، راتلونکې اونۍ د رای ورکولو لپاره د امریکا د استازو جرګې او سنا ته ځي.

XS
SM
MD
LG