د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

کورنیو چارو وزارت: ټول خدمتي پولیس دې خپلو اصلي دندو ته راوګرځي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چارواکي، سیاستوال، سوداګر او ورته نورکسان چې د ځان ساتنې لپاره يې پوليس خدمتي کړي باید پر ځای یې د عامه ساتنې له ملي تصدۍ ساتونکي وګماري.

‎د دغه وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع چې د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) يې د کابل او ولايتونو له امنیه قوماندانو سره د یوه ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، ټولو خدمتي پولیسو ته خبرداری ورکړی که خپلو اصلي دندو ته ونه ګرځي منفک به شي.

ښاغلي قانع زیاته کړه: "هر څوک چې ساتونکي یا با‌‌‌‌‌‌ډي ګارد ته اړتیا لري، ويې پوهوئ چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته مراجعه وکړي، که یو کس ته اړتیا لري او که لسو کسانو ته، د عامه ساتنې ملي تصدي د طرزالعمل له مخې ورته کسان ورکوي، خو پولیس نه کېږي چې ورسره وي، ټول به راټولېږي او قوماندانیو او خپلو دندو ته به راځي."

‎ښاغلی قانع وایي، د دغې چارې پلي کېدل نن چهارشنبه په ټول هېواد کې پیلېږي.

هر څوک چې ساتونکي یا با‌‌‌‌‌‌ډي ګارد ته اړتیا لري، ويې پوهوئ چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته مراجعه وکړي،

‎د کورنیو چارو د وزارت د ویاند طارق ارین په خبره دا مهال شاوخوا ۸۰۰۰ پولیس په بېلابېلو تأسیساتو او افرادو سره خدمتي دي، خو ددغه تأسیساتو او خلکو په اړه جزئیات نه ورکوي.

‎د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې دا پرېکړه کوي چې دا مهال د پلازمېنې کابل په ګډون د بېلابېلو ولايتونو په ښارونو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي او د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي، خو د دغو تاسيساتو او کسانو په اړه یې جزئيات نه دي ورکړي.

افغان پولیس
افغان پولیس

‎بل خوا یو شمېر امنیتي کارپوهان په دې باور دي چې د دې پرېکړه له پلي کېدو سره به پولیس منظم او په قانوني چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې عمر ساپي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له دې پرېکړې سره به د پولیسو په لیکو شته تشې هم ‌‌‌‌‌‌ډکې شي.

دی وايي: "دا به له شکه پرته په امنیي برخه کې ښه اغېز ولري او پولیس به حداقل قانوي چوکاټ کې عیار شي، همدارنګه کومې رخصتۍ او پلانونه چې دوی یې د قانون له مخې لري هغه به پلي کوي."

‎ښاغلی ساپی زیاتوي، دا مهال د پولیسو شمېر کم خو مسولیتونه یې زیات دي.

‎د ده په خبره که خدمتي پولیس خپلو اصلي دندو ته چې د قانون پلي کول او د امنیت ساتل دي راوګرځي، تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده به امنیتي ستونزې ‌‌‌‌‌‌راکمې شي.

XS
SM
MD
LG