د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په امریکا او اروپا کې میلیونونه کسانو ته د "کوېډ۱۹" ضد واکسین تطبیقېږي


د فایزر کمپنۍ له لوري جوړ شوی د کروناویروس ضد واکسین
د فایزر کمپنۍ له لوري جوړ شوی د کروناویروس ضد واکسین

په ګڼو اروپايي هېوادونو او دغه راز متحدو ایالتونو کې به ژر میلیونونو خلکو ته د کرونا ویروس پر ضد واکسین ورکړل شي.

د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو واکسین به د روانې اوونۍ په پای کې په بریتانیا او بله اوونۍ په امریکا کې ګڼ شمېر خلکو ته پیچکاري شي.

امریکا، جرمني او بریتانیا به لومړني هېوادونه وي چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو خلکو ته د کرونا ویروس پر ضد عمومي واکسین پیل کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپا روغتیايي چارواکي وايي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره به واکسیناسیون په راتلونکو څو اوونیو کې تر نوي میلادي کال وړاندې پیل شي.

باور کېږي، چې بریتانیا به لومړنی هېواد وي چې د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوی واکسین د دسمبر په اوومه پیل کړي.

همداراز اټکل کېږي، چې له بریتانیا وروسته د دسمبر په لسمه د امریکا د خوړو او درملو ملي اداره دا واکسین تایید کړي او خلکو ته یې پیچکاري پیل شي.

په امریکا کې هیڅ درمل تر هغو ډاکتران تجویزولی نه شي چې د خوړو او درملو اداره یې تایید نه کړي.

مخکې رویټرز خبري اژانس ویلي و چې فایزر کمپنۍ به د امریکا د درملو او خوړو له ادارې د جواز له ترلاسه کولو ۲۴ ساعتونه وروسته ټولو ایالتونو ته واکسین ورسوي او له خلکو به وغواړي چې د واکسین د ترلاسه کولو لپاره چیري مراجعه وکړي.

د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي سي این این تلویزیون ته ویلي، لومړی به طبي کارکوونکو او زړو ته واکسین ورکړل شي.

د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي
د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي

له بلې خوا د جرمني چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې د اروپايي پارلمانونو له لوري له تاییده وروسته به خپلو وګړو ته روانه میاشت واکسین ورکړي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینڅ شپان ویلي، فکر کوي چې بیو این ټیک واکسین به د دسمبر تر نیمايي پورې تایید شي.

ویل کېږي، چې د اروپا د درملو اداره، چې په اروپايي اتحادیه کې د درملو د تایید او رد واک لري، راتلونکې میاشت د فایزر- بیو این ټیک او دغه راز مودرنا د واکسین په اړه پرېکړه کوي.

د دواړو واکسینونو په اړه ویل شوي چې په سلو کې ۹۵ په کرونا ویروس د انسان د اخته کېدو مخه نیسي او هیڅ راز جانبي عوارض نه لری.

د اروپايي اتحادیې د درملو د ادارې له اجازې وروسته به د اروپا په ۲۷ هېوادونو کې د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې ملیونونه وګړي واکسین شي.

د فایزر کمپنۍ د مسوولانو په وینا، هر څوک باید د درو اوونیو په منځ کې دوه ځلې دوه ډوزه واکسین شي.

XS
SM
MD
LG