د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

روسیه کې د بندیزونو نه‌رعایتولو په خاطر تر یو میلیون ډېر کسان جریمه شوي


روسیه کې روغتیايي کارکوونکی
روسیه کې روغتیايي کارکوونکی

د روسیې پولیسو تر یو میلیون ډېر خلک په دې خاطر جریمه کړي چې د کرونا ویروس د نه‌خپرېدو لپاره بندیزونه‌یې نه‌دي رعایت کړي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبه) تاس خبري اژانس ته وویل، قانون نافذوونکو د قرنطین د مقرراتو د نه‌رعایتولو په خاطر یو میلیون او ۱۰۰ زره کسان جریمه کړي دي.

د کرونا ویروس د بندیزونو د نه‌رعایتولو په خاطر په روسیه کې لږترلږه جریمه زر روبله ده چې ۱۳ ډالره کېږي.

روسیه په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو د ډېروالي له نظره څلورم هېواد دی.

تر اوسه په دغه هېواد کې ۲ میلیونه او ۲ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۹ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG