د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

مایک پومپيو د جولان غونډیو ته سفر کړی   


مایک پومپيو
مایک پومپيو

مایک پومپيو د امریکا لومړی د بهرنیو چارو وزیر دی چې د جولان غونډیو ته یې سفر کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د غزې تړانګې اشغال شوې سیمې ته لومړی ځل سفر کړی دی.

ویل کېږي پومپیو په دې سفر کې د اسراییل له صدراعظم بنیامن ناتنیاهو سره یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې یووالی ښکاره کړی.

یو کال مخکې مایک پومپيو اعلان وکړ چې واشنګټن نور په غزه تړانګه کې د اسراییل ابادي د نړیوال قانونه سرغړونه نه ګڼي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه او د جولان پر غونډیو يې د اسراییل واک په رسمیت وپېژانده.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

دا هغه سیمه ده چې اسراییل په ۱۹۸۱م کال کې ونیوله او په خپله خاوره پوري يې ونښلوله.

یو شمېر هېوادونو دا اقدام په رسمیت پېژندلی دی.

مایک پومپیو د پنجشنبې په ورځ د نومبر په نولسمه نېټه لویدیځې تړانګې ته لاړ او وروسته يې د جولان ستراتیژيکو غونډیو ته پرواز وکړ.

له دې سیمې اسراییل، سوریه، لبنان او اردن ښکاري.

د پومپیو دا اقدام د امریکا د مخکنینیو چارواکو له پالیسۍ بېل وو چې نه یې غوښتل د اسراییل ابادو کړو سیمو ته سفر وکړي.

فلسطینیان دا نوې ابادۍ په راتلونکي کې د یوه دولت پر مخ کې خنډ ګڼي.

د اسراییل دغې سیمې ته چې خلک یې نوي په کې اباد کړي، د پومپیو تر سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې سیمه کې جوړ شوي مواد یا توکي په اسراییل کې د جوړو شویو موادو په نوم خرڅېدای شي.

فلسطینیان او اکثریت نړیواله ټولنه د اسرایل نوې ابادې کړې سیمې له نړیوال قانونه سرغړونه ګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د موادو په اړه دا پالیسي د امریکا پر حقیقت ولاړې بهرنۍ پالیسۍ سره په مطابقت کې ده.

د اروپايي ټولنې هېوادونو د پریکړې له مخې د اسراییل په نویو ابادیو کې پر جوړو شویو توکیو باید ولیکل شي چې په دې سیمه کې جوړ شوي، نه په اسراییل کې.

لویديځې تړانګې ته تر سفر مخکې پومپو د اسراییل له صدراعظم بنیامن ناتنیاهو سره ولیدل.

ناتنیاهو د ټرمپ هغه پرېکړه وستایله چې بیت المقدس يې د اسراییل د پلازمېنې په توګه او پر جولان غونډیو یې د اسراییل واک په رسمیت وپېژاند.

XS
SM
MD
LG