د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۰۵

سټولټنبرګ: په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو امنیتي رول نه دی بدل شوی


ینس سټولټنبرګ

په داسې حال کې چې ویل کېږي ممکن د امریکا ولسمشر له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان تر ټاکلي وخت ژر وباسي، د ناټو سرمنشي د امریکا له دفاع وزیر سره په دې اړه خبرې کړي.

وروسته له دې چې د امریکا د دفاع نوي سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر خپل پوځ ته په لومړني پیغام کې وویل، هغه وخت راغلی چې امریکايي پوځیان نور خپل هېواد ته راوګرځي، خبرې یې داسې تعبیر شوې چې کریسټوفر هغه څه عملي کوي چې ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په اوومه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي و.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ تر انتخاباتو وړاندې ویلي و چې له افغانستانه به ټول امریکايي پوځیان تر کرسمیس مخکې راوباسي.

له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونو د متحدو ایالتونو د ناټو متحدان اندېښمن کړي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان باویس لې دوریان د جمعې په ورځ د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو په ایستلو کې له بېړې کار وانخلي.

ده وویل، د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته به په زغرده ووايي چې هېواد یې له افغانستان او عراق څخه د امریکايي پوځیانو د یو اړخیزه وتلو مخالف دی.

په همدې حال کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو د سرمنشي ویندویې پرون (دوشنبه) وویل، ینس سټولټنبرګ د امریکا له نوي سرپرست دفاع وزیر سره په افغانستان کې تر هغه مهاله چې اړتیا وي د ځواکونو د حضور د دوام پر ژمنې خبرې کړي دي.

د ناټو د سرمنشي ویندویې اونا لنګیسکو وویل، سټولټنبرګ له کریسټوفر سره د افغانستان په شمول د امریکا په مشرۍ د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو د اجنډا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو امنیتي رول بدل شوی نه دی.

ویاندې همداراز وویل: "د ناټو هیڅ غړی نه غواړي چې ځواکونه یې تر اړتیا د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي، خو په عین وخت کې غواړي چې خپلې بریاوې یې خوندي پاتې شي او دا یقیني شي چې افغانستان به بیا پر امریکا یا د ناټو پر کوم غړي د حملې لپاره د تروریستانو پر پناهځای نه بدلېږي."

په واشنګټن کې مېشت د چارو نظر خاوند هاشم وحدتیار وايي، ټرمپ غواړي د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې یو لوی تاریخي کار وکړي چې یو یې له افغانستان څخه د امریکايی پوځیانو ایستل دي او په دې اړه یې پر پنټاګون فشار ډېر کړی دی.

هغه وویل: "په دومره کم وخت کې له لوژیستیکي پلوه دا کار ممکن نه دی چې دوی وسلې، ټانکونه او نور تجهیزات په لنډ وخت کې وباسي، د کانګریس، دفاع وزارت او نورو نهادونو چارواکي له دې سره موافق نه دي او د ناټو غړي تشویش لري چې که امریکا دومره ژر هر څه وباسي د دوی د ځواکونو برخلیک به څنګه شي."

د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا سرپرست دفاع وزیر مېلر منلې چې القاعده شبکه لا هم ځپل شوې نه ده مګر هغسې چې منتخب ولسمشر جو بایډن یې ملاتړ کوي څرګنده نه ده چې ایا د القاعده د ماتولو لپاره په افغانستان کې د ځواکونو حضور ته اړتیا شته او که نه.

جو بایډن ویلي چې شاوخوا دوه نیم زره پوځیان به په افغانستان کې د القاعده او داعش په شان د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره پرېږدي.

XS
SM
MD
LG