د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۵۲

ایران د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره شدید محدودیتونه لګوي


ایران کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د دوا پاشلو لړۍ

د ایران حکومت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره له راروانې شنبې (د نومبر له ۲۱مې) شدید محدودیتونه لګوي.

د ایران ولسمشر وايي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دا شدید محدودیتونه لګول کېږي.

حسن روحاني پرون شنبه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې ایران په منځني ختیځ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړینو له اړخه تر ټولو زیات ځپل شوی دی.

د روحاني په خبره، دغه محدودیتونه به د پلازمېنې تهران تر څنګ په ۱۰۰ نورو ښارونو کې ولګول شي.

د ایران ولسمشر دغه‌راز ویلي، خلک باید دا تریخ واقعیت ومني چې د کرونا وبا ستونزه به د اوږدې مودې لپاره پاتې وي او خلک باید له دغه نابللي مېلمه سره د اوږدې مودې لپاره ژوند کول زده کړي.

حسن روحاني
حسن روحاني

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي رضا رئیسي، په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل، غیر حیاتي کار و بارونه او خدمات به وځنډول شي او موټرونه به ښارونو ته د ننوتلو یا ورڅخه د وتلو اجازه ونه‌لري.

د رئیسي په خبره، د شدیدو محدودیتونو له لګولو هدف د خلکو د کار و بارونو ځنډول نه، بلکې د کرونا وبا د لا خپرېدو مخنیوی دی.

د ایران لړزانده اقتصاد د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو له کبله نور هم ځپل شوی او د دغه هېواد رژیم د محدودیتونو لګولو او د اقتصادي چارو ځنډولو ته لېوالتیا نه‌درلوده.

د ایران د حکومتي ارقامو له مخې، په دغه هېواد کې په کرونا ویروس تر ۴۱ زرو ډېر کسان مړه او تر اوو لکو او ۵۰ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

ایران کې د کرونا له امله مړ شوی کس د خښولو پر مهال
ایران کې د کرونا له امله مړ شوی کس د خښولو پر مهال

خو انتقاد کوونکي وايي، په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړو شمېر تر دې خورا زیات دی.

ایران تر دې مخکې تېره سې شنبه په لویو ښارونو کې د یوې میاشتې په مخه یو لړ محدودیتونه لګولي وو چې له مخې یې غیر ضروري کار و بارونه د ماښام تر شپږو بجو وروسته تړل کېږي.

XS
SM
MD
LG