د ایران د روغتیا وزارت وايي، د خلکو بېپروايي په دې هېواد کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي.
د دې وزارت ویاندې سیما سادات لاري د دوشنبې په ورځ انتقاد وکړ چې خلک روغتیايي مشورو ته غوږ نهنیسي.
ده وویل: "زموږ په هېواد کې اوسمهال د ناروغۍ وضعیت د روغتیايي پروتوکول پر وړاندې د بېپامۍ په نتيجه کې دی. په تېرو اوونیو کې له ماسکونو په استفاده کې کموالی او همداراز ټولنيز واټن نهمراعتولو خطر زیات کړی دی."
په ایران کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس ۳۳۷ مړینې ثبت شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوی شمېر دی.
د ایران د روغتیا وزارت په وینا، اوسمهال تر ۵۳۴ زره زیات کسان په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته دي. د مړینې شمېر شااوخوا ۳۱ زره اعلان شوی دی.
خو یو شمېر کسان په دې باور دي چې په ایران کې په کرونا ویروس د اخته او مړو شویو کسانو شمېر تر رسمي اعلان شوي شمېر زیات دی.