د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د حج او اوقافو وزارت: د ډېری جوماتونو علما نظام تخریبوي او د کفر ټاپې لګوي


ارشیف، جومات
ارشیف، جومات

د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د هېواد په ګن شمېر جوماتونو کې د علماوو له‌خوا د دیني ارشاداتو په پرتله د سیاسي موضوعاتو شننه کېږي.

د دغه وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، لوړ شمېر دیني علما له منبره پر مسلمانانو د کفر ټاپې لګوي او شته نظام تخریبوي.

ښاغلي حليمي پر دې خبرې له ټینګار سره چې د افغانستان حج او اوقافو وزارت د جوماتونو په خطیبانو کنټرول نه‌لري، زیاته کړه: "په ډېر جرئت به دا خبره وکړمه چې له بده مرغه زموږ له جوماتونو پر مسلمان د کفر ټاپې لګول کېږي، د دې پر ځای چې جومات غیر مسلمانانو ته د دعوت ځای واوسي، مسلمانانو ته د کفر خطاب په‌کې کېږي، عالم مو د دې پر ځای چې خلکو ته دیني ارشادات وښیي ټوله ورځ په سیاست کې لګیا وي، زه نه‌وايم چې دین له سیاست نه بېل دی، خو خلک هلته د دیني ارشاداتو د زده‌کړې لپاره راځي."

محمد قاسم حلیمي
محمد قاسم حلیمي

یو شمېر افغان دیني عالمان هم مني چې یو شمېر جامع جوماتونو کې د شخصي عقدو یا د پوهې نه‌درلودو له امله دیني عالمان، د نظام یا شخص ضد څرګندونې کوي.

کابل کې د خالد بن ولید جامع جومات خطیب، مولوي شمس‌الرحمان فروتن ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، علما باید د ټولنې ښه کېدو په موخه د دیني ارشاداتو څخه ګټه پورته کړي، نه دا چې د افغانستان پر اوسني نظام د کفر نوم پورې کړي.

ده وویل: "ځیني علما او خطیبان د نظام په مقابل کې عقده‌مند شوي، یعنې دلته نظام هم ملامت دی، یا د دوی کار نه‌دی شوی، یا یې پر لباس نیوکې شوي یا هم د امنیت له‌خوا ګواښل شوي دي، بالاخره دوی د نظام پر وړاندې عمومي قضاوت کوي چې زه‌یې دا کار نه‌تأییدوم، نو د یو شخص یا ادارې پر سر باید ټول نظام ملامت نه‌کړو."

ارشیف
ارشیف

ښاغلی فروتن وايي اوس‌مهال افغانان سولې ته اړتیا لري او علما باید دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

که څه هم د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په افغانستان کې د جوماتونو د کره شمېر په اړه معلومات نه‌ورکوي، خو جمهور رئیس اشرف غني چهارشنبه ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو معرفي غونډه کې ویلي چې راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به ټول هېواد کې ۳۷۷ جامع جوماتونه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG