د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

کراچۍ کې چاودنې ۵ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي


ګومان کېږي چې بم د ودانۍ په دوهم پوړ کې چاودلی دی. 
ګومان کېږي چې بم د ودانۍ په دوهم پوړ کې چاودلی دی. 

د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې په یوه زوروره چاودنه کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

دا چاودنه نن سهار د کراچۍ د ګلشن اقبال د هستوګنې مېنې په یوه ودانۍ کې وشوه.

ګلشن اقبال د کراچۍ، چې د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي ښار دی، یوه سوداګري مېنه ده.

پولیسو سیمه سمدلاسه کلابنده کړه او تر دې دمه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر ډېر وي.

ویل کېږي چې یو شمېر کسان کېدای شي د دې څو پوړیزې ودانۍ تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.

د پېښې د ځای تصویرونه ښيي چې د ودانۍ لاندینۍ برخه ډېره زیانمن شوې ده.

ګومان کېږي چې بم د ودانۍ په دوهم پوړ کې چاودلی دی.

د پېښې شاهدان وايي چې د شاوخوا ودانیو او کورونو د کړکیو ښیښې ماتې شوي او یو شمېر موټرونه، چې د ودانۍ په شاوخوا کې ولاړ ول، ویجاړ شوي دي.

د ایدهي خیره موسسه وايي، چې دوی د پېښې له ځایه ۱۵ ټپیان روغتون ته وړي دي.

په تېرو کلونو کې په کراچۍ کې ډېرې قومي او فرقوي نښتې شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د دې پېښې د فوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

ده د کراچۍ د قول اردو قوماندان ته ویلي چې پلټنه وکړي او معلومات له پوځ سره ژر تر ژره شریک کړي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو هم د دې پېښې د څرنګوالي او د عواملو د معلومولو لپاره د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

پیپلز ګوند په نسبي ډول په کراچۍ کې زیات نفوذ لري.

XS
SM
MD
LG